نړۍ

جان ګالټنګ: په امريکا کې ازادي غوښتونکو غورځنګونو خوځښتونه پيل کړي

نيويارک (۱۹ مۍ) په امريکا کې ازادي غوښتونکو غورځنګونو خوځښتونه پيل کړي او ورځ تر بلې واک تر لاسه کوي، تر ۲۰۲۰ زېږديز کال پورې امريکا د نړيوال ځواکمن (Super Power) په توګه نه شي پاتې کېدای، لوېديځپوه جان ګالټنګ په خپل کتاب کې ليکلي دي (امريکا د خپلو ګټو د پراختيا او خونديتوب لپاره پر نورو داړې واچولې، دا د امريکا د ټوټه کېدو تر ټولو ستر لامل دی.)

د امريکا په شمالي ختيځ کې ورمانټ د نيو انګلينډ اړوند هغه سيمه ده چې اوسېدونکو يې د (سيکنډ ورمانټ ريپبلک) په نوم له امريکا ازادي اعلان کړې ده او ځانګړی بيرغ لري، د کاسکاډين اوسېدونکي هم ازادۍ ته ډېر لېواله او تږي دي، په څو ايالاتونو کې ازادي غوښتونکي غورځنګونه ښکاره شوي دي، د يوه راپور له مخې له ورمانټ او کاسکاډين پرته په هوايي، الاسکا، ټيکساس، اوريګان او لکوتا کې هم ازادي غوښتونکي غورځنګونه خوځښتونه پیل کړي دي، د دغو سيمو د اوسېدونکو ازادي د نړیوال ځواک (امريکا) تر لاسه کوونکي يرغمل کړې ده.

جمعه خان نائل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x