چين: له طالبانو سره اړيکې لرو، خو نفوذ پرې نه لرو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): په اسلام اباد کې د چين سفير يا وجينګ د افغانستان وروستي امنيتي وضعيت په اړه خپله اندېښنه ښوولې او زياتوي، چې پر طالبانو نفوذ نه لري، بلکې يوازې اړيکې ورسره لري او د دغو اړيکو له لارې يې تل طالبان د سولې خبرو ته هڅولي دي.

ياو جينګ ويلي، چې په قطر کې د طالبانو له سياسي دفتر سره اړيکې لري، دوی تل هڅه کړې، چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته وهڅوي، خو زياتوي، چې پر طالبانو دومره اغېز هم نه لري، چې د فشار له لارې يې د سولې خبرو ته اړ کړي.

د چين سفير د کابل د وروستيو بريدونو او چاودنو په اړه خپله خواشيني ښکاره کړې او زياتوي، چې وروستيو پېښو دردولی دی.

ياو جينګ وايي، چې ترهګري د افغانستان په ګډون د ټولې سيمې لپاره ګواښ ده او د پاکستان پر ضد يې د امریکا تورونه هم ناسم او بې ځايه بللي دي.

د چين سفير ويلي: «پر پاکستان د ترهګرۍ د ملاتړ تورونه نه يوازې ناسم دي، بلکې دا ډول تورونه د ترهګرۍ ضد جګړې او سولې په برخه کې مرسته نه شي کولی.»

د امریکا سربېره ګډ حکومت هم تور پورې کوي، چې د طالبانو مشران په پاکستان کې دي او له هغه ځايه په افغانستان کې بريدونه او چاودنې پلانوي.

ښاغلي ياو جينګ دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې له تېرې څو مياشتو راهيسې د افغانستان او پاکستان اړيکې ترينګلې دي او امریکا هم پاکستان د ترهګرۍ په ملاتړ تورنوي.

دغه چنيايي ډيپلوماټ ويلي، چې افغانستان او پاکستان ګاونډي هېوادونه دي، له يو ډول ستونزو او ګواښونو سره مخ دي او بايد خپلمنځي اړيکې يې د شکونو او تورونو پر ځای په دوه اړخيزو اړيکو ولاړې وي.

چين په دې وروستيو کې هڅه پيل کړې، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ منګړيتوب وکړي او تېره مياشت يې په دې اړه د چين پلازمېنې بيجينګ کې يوه درې اړخیزه غونډه هم کړې وه، خو د ډېرو هڅو سربېره هم دواړه هېوادونه پر يو بل د لاسوهنو او مداخلو تورونه لګوي.

د سياسي چارو کارپوه هارون اميرزاده وايي، چې د ګډ حکومت چارواکي د خپلې ناکامۍ د پټولو لپاره پر نورو خلکو تورونه پورې، په داسې حال کې چې د نورو د مداخلو سربېره حکومت په خپله هم د خلکو او خپلو عسکرو په ساتنې کې پاتې راغلی دی او د دغې ناکامۍ د پټولو لپاره پر نورو تورونه پورې کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د