عیسائیت په افغانستان کي (۲٤)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

حسین اندریاس څوک دی؟

حسین اندریاس د جون پر ۲۳ په ۱۹۶۵ میلادي کال کي دهندوستان په بمبئی ښار کي زیږدلی دی، ورسته یې روزنه په کابل کي سوېده، دی شیعه هزاره دی، دده نیکونه د چاغوري دي، دی یو امریکايي عیسايي مبشر دی، دی لومړی او یواځنی عیسايي افغان دی چي په نړیوالو شبکو کي د افغانانو لپاره د عیسویت تبلیغ کوي، دی په دري، پښتو او انګلیسي ژبو پوهیږي، دی په نړیواله توګه سره په Afghan Christian Televangelist یعني هغه افغان عیسايي راهب چي د تلویزون له لارې خلک عیسائیت ته اړوي او دعیسائیت تبلیغ کوي مشهوره دی په ۳۲ مختلفو ویب پاڼو کي په دری، پښتو او انګلیسي ژبو سره دعیسائیت تبلیغ کوي، دی په افغانستان کي عیسايي راډیو هم لري، دغه راډیو ګانې د ( رادیو نجات او نورو…) په نامه سره دي، چي (صدای مسیحیان افغانستان) په نامه سره ږغ کوي.

دی په دوو هفتو کي ۶۰ دقیقې د تلویزون ژوندۍ خپرونه هم لري، دغه تلویزون د (Afghan TV Voice of Christ) افغان تلویزون اواز مسیح په نامه سره دی، چي لنک یې دادی:

لنک:www.afghantv.com

ده لومړی انټرنیټ پاڼه د (tripod.com) د لارې په ۱۹۹۶ میلادي کال کي جوړه کړه، بیا یې په ۱۹۹۷ میلادي کال کي په نوي ډهلي کي د وطندار (watandar) په نامه سره ویب پاڼه جوړه کړه، بیا یې له دغې پاڼې و افغاني عیسایانو ته تبلیغ کاوه، همدغه (وطندار) د افغاني عیسایانو لومړۍ ویب پاڼه ده.

حسین اندریاس هغه وخت ښه مشهوره سو چي کله عبدالرحمن مرتد سو، ده د عبدالرحمن په هکله هر څه په دې (وطندار)پاڼه کي خپرول، چي د نړیوالو توجه و حسین اندریاس ته واوښتل، له دې څخه علاوه حسین اندریاس د افغان ټایمز ورځپاڼې (Afghan Times) مسئول مدیر او ایډیټر دی، دی په امریکا کي اوسیږي، دی یوه خپرونه هم لري، (Afghan Christian News Network) چي په دې خپرونه کي د افغانستان ورځني خبرونه پکښې خپروي، چي هم دا خبرونه دداخلي افغاني عیسایانو لپاره دي او هم د خارجي افغاني عیسایانو لپاره دي.

تاسو کولای سئ چي دغه معلومات په ویکپیډیا کي درسره وګورئ:

https://en.m.wikipedia.org/wiki/Husain_Addaryas

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د