رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (٨٦برخه)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

پروفيسر جيرالډ سي جيوئرنګر داسلام په هکله وايي:

شیخ عبدالمجید زنداني له پروفیسر جیر الډسي جوئرنګر څخه وپوښتل چې د جنین پوهنې په تاریخ کې تاسې د جنین پوهنې مرحلې راوښایاست؟ او یا هغه عبارت راته ښکاره کړئ چې له قرآني ایاتونو او احادیثو سره یې مقایسه کړو، کله چې زنداني له ده سره اوږد بحث وکړ، نو ده وویل:

په قرآن کریم کې چې کومه تشریح د جنین پوهنې په هکله شوې ده؛ په هغه کې د نسجونو، حجرو، اسکلیټ، هډوکو او نورو څخه نېولې بیا تر هر څه پوری… داهغه حقیقت دی چې تر ډېره وخته پورې موږ نه وو پرې خبر، د انسان د پوره جوړښت او د تکامل مرحله هر څه پکې دي، چې داسې معلومات په انساني تاریخ کې بې بېلګې دی.

هغه دسعودي په اتم طبي کانفرنس کې داسی وویل:

په قرآنکریم کې چې کومه تشریح د نر او ښځې د جوړه کېدو څخه وروسته د جنین پیدایښت دی او د هغه ټولې دورې او مرحلې په پوره تفصیل سره بیان شویدی، له دې څخه اضافه تشریح ناشونې ده او د قرآنکریم ټول اصطلاحات داسې په تفصیل سره دي چې څه موده مخکې هیڅوک ورباندې نه پوهیدل۔ په قرآنکریم چې څومره تفصیل شوی دی، ددې تفصیل پوره معلومات به په راتلونکو څو پېړیو کې وشي، دا ساینس پوهان لا هم د قرآنکریم په ډېرو پټو رازونونه پوهېږي۔

نور بيا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د