افغانستان

طالبانو په کندهار کې د اربکي قوماندان هلک نېولی

نن ټکی آسیا: طالبان وايي، چې په کندهار کې یې یو مشهور او ظالم اربکی قوماندان وژلی او د هغه هلک یې ژوندی نېولی.

د طالبانو ویاند وايي، چې نصیب الله په ارغنداب ولسوالۍ کې د اربکیانو د یوې پوستې مشرې کوله، چې بالآخره  نن ووژل شو.

قاري یوسف احمدي څرګنده کړې ، چې نوموړی نن غرمه ۱۱ بجې، هغه مهال په سوزنیانو سېمه کې د دوی په یوه وسله وال برید کې ووژل شو، چې له خپل هلک سره له پوستې دباندې را وتلی وو.

د ښاغلي احمدي په خبره ، د دوی ملګرو د نصیب الله تر وژلو وروسته د هغه هلک له یوه موټرسایکل،کلاشنکوف او توپنچې سره لاس په لاس نېولی ، چې اوس هم د دوی په ولکه کې دی.

له تېرو څو کلونو راهیسې په پرله پسې توګه د حکومتي عسکرو په منځ کې د اداري او  اخلاقي فساد راپورونه ورکول کېږي.

د شنونکو په اند، دې شومې پدیدې ته وروسته له هغې د خلکو پام واوښت ، چې کله له تېرو دوو کلونو راهیسې، د هېواد په ګوټ ګوټ کې د اربکیانو د را منځته کولو پروسه رسماً پیل شوه. د دوی په اند، په اربکیانو کې ډېری هغو له ټولنې رټليو او په خورا ناوړه جرمونو او اخلاقي فساد ککړو عناصرو ته د ننوتلو زمېنه مساعده شوه، چې له دې وړاندې د بې کچې بې سوادۍ او ناوړه چلند له کبله د پولیسو او اردو لیکو ته د جذب وړ نه ول.

په روانه اونۍ کې په پکتیکا کې هم یوه تنکي هلک یو تن قوماندان، چې ویل کېږي د یحی خېلو د ملي امنیت رئیس دی، له نوموړي سره په بدفعلۍ تورن کړی و.

د یادونې وړ ده، چې په کندهار کې ډېری اربکي قوماندانان او نظامي چارواکي په دې ناوړه فساد ککړ بلل کېږي او له هېچا پټ هم نه دي.

په دوی کې ځینې آن د نویمې لسیزې د ټوپکیانو په څېر په د هلکانو په ګرځولو او ساتلو کې له یوه او بل سره سیالي کوي.

له دې سره سره چې د بشري حقونو فعالینو او د ملګرو ملتونو اړوندو څانګو په بیا بیا د پولیسو په لیکو کې د کم عمره هلکانو استخدام او په ورڅخه اخیستل کېدونکو  ناوړه کارونو ټینګې نیوکې کړې دي، خو لا هم په دې اړه کوم پام وړ مثبت پرمختګ نه تر سترګو کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x