افغانستان

د پاکستان یو حکومتي پلاوی نن کابل ته راځي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): پاکستاني رسنۍ وايي، نن به یو لوړ رتبه پاکستانی پلاوی کابل ته سفر وکړي.

د سرچينو په حواله دغه پلاوی چې ملکي او پوځي چارواکي پکې شامل دي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې تهمینه جنجوعه په مشرۍ کابل ته سفر کوي.

دغه پاکستانی پلاوی په داسې حال کې کابل ته سفر کوي، چې تېره اوونۍ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزی هم پاکستان ته تللي و.

د افغان او پاکستاني چارواکو د پلاوو تګ راتګ وروسته له هغه کېږي، چې افغان چارواکو په کابل کې د طالبانو د وروستیو بريدونو ګوته هم پاکستان ته نیولې ده.

دوی پر پاکستان غږ کړی چې د طالبانو په ځپلو کې دې يې ملګرتیا وکړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون پخپلو څرګندونو کې وویل، دوی د پاکستان د عملي اقدام په انتظار دي.

تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر فیصل وویل، د افغانستان په نا امنۍ کې د دوی د لاس لرلو دعوه غیر عادلانه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x