fbpx
افغان ولسمشر مایک پنس ته ويلي، طالبان که خپل وروستي بريدونه ونه غندي، دوی به ورسره خبرې ونه کړي.

غني: طالبان که خپل بريدونه ونه غندي خبرې نه ورسره کوو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له مرستیال سره په تلیفوني خبرو کې ويلي، که طالبان خپل بریدونه ونه غندي دوی ورسره خبرې نه کوي.

ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، د امریکا مرستیال ولسمشر د وروستیو پېښو په تړاو «خواخوږي» ښکاره کړې.

افغان ولسمشر مایک پنس ته ويلي، طالبان که خپل وروستي بريدونه ونه غندي، دوی به ورسره خبرې ونه کړي.

هغه د تېرې شنبې برید ته په اشارې ويلي، «افغان او مسلمان» طالبان باید دا پېښې وغندي، که يې ونه غندي «ترهګر» دي او موږ ورسره مذاکره نه کوو.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه ليکي: « د طالبانو د انتخاب وخت رارسېدلی دی، چې افغان او مسلمان طالبان باید وروستۍ تروریستي پېښې وغندي او هغوی چې دا کار نه کوي، تروریستان دی او د افغانستان دولت له هغو سره مذاکره نه کوي.»

سره له دې چې پر انټرکانټنینټل هوټل د برید او د تېرې شنبې د چاودنې مسوولیت طالبانو ومانه او پکې يې لسګونو امنیتي منسوبیونو ته د مرګ ژوبلې دعوه وکړه، خو محمد اشرف غني وايي، دوی باید دا بريدونه وغندي.

ولسمشر غني د مذاکراتو د رد لپاره وروسته له هغه دا پلمه کوي، چې امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل له طالبانو سره هیڅ ډول خبرو ته تیار نه دی.

تر دې وړاندې د ارګ مطبوعاتي سرپرست شاه حسین مرتضوی هم د ټرمپ پر تاييد وویل، دوی به د جګړې له لارې سوله راولي.

تر اوسه طالبانو د محمد اشرف غني د دې څرګندونو په تړاو کوم غبرګون نه دی ښوودلی، خو وړاندې يې د ټرمپ څرګندونې د دې ثبوت بللې و چې د سولې او جګړې اصلي واک له واشنګټن سره دی او کابل په دې اړه هیڅ اختیار نه لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د