fbpx

د طالبانو او نورو ډلو فرق

قاري حبیب

په اسلام اباد کې د چین سفیر یاوجینګ د افغانستان د معضلې اړوند په خپلو خبرو کې ویلي چې( له طالبانو سره اړیکي لرو خو نفوذ ورباندې نلرو) دا وړه جمله که په دقت وارزوو نو دغه سفیر له یوه لوی حقیقت نه پرده پورته کړې او د طالبانو  په یوه داسې امتیاز یې اعتراف کړی چې د طالبانو زیاتره مخالفین ترې بې برخې دي.

په افغانستان کې اوسني مطرح قوتونه یو طالبان او بل هم د هغوی مخالفین دي لکه شورای نظار، اشرف غني او نور هغه چې د اوسني حکومت پلویان بلل کیږي. دغه دواړه اړخونه په یو بل د پردیو د غلامي تور لګوي. طالبان وایي حکومت پلوي د امریکا او غربیانو غلامان دي اما حکومت پلوي وایي طالبان دپاکستان، چین او نورو غلامان دي.

خو حقیقت دا دی چې اصلا د غلامي او اړیکو تر منځ د ځمکې او اسمان فرق دی. د اشرف غني حکومت له امریکا سره اړیکي نه لري بلکې د امریکا غلام دی، ځکه د غلام ټول مصرف او پالنه د بادار په غاړه وي، د اشرف غني دحکومت ۹۰ فیصده بودیجه هم د امریکا کانګریس منظوروي، دغه راز بادار په خپل غلام بشپړ مالکیت او واک لري. امریکا هم د اشرف غني په حکومت دومره مالکیت لري چې حتی زعامت یې د امریکا وزیر خارجه ټاکي، د سولې او جنګ فیصله یې ټرمپ کوي او د والیانو په نصب او عزل کې امریکایي سفیر ګوتي وهي.

اما که د طالبانو خوا ته راشو، طالبان د دنیا دهیڅ هیواد تر داسې مستقیم اغیز لاندې نه دي چې د  هغه هیواد غلامان وبلل شي.نه خو یې د پیسو، اکمال او پوځي حمایت داسې ټاکلی هیواد شته چې د هر څه مصرف نغد ورکړي او نه هم د داسې بادار تابع دي چې ورباندې نفوذ ولري.په طالبانو دپاکستان د غلامۍ تور لګیږي اما موږ داسې شواهد نلرو چې ورباندې ثابته کړو چې د طالبانو فلانی چارواکی د پاکستان د امر له امله وټاکل شو او یا هم ګوښه شو. او نه هم د طالبانو داسې کړنه پیدا کولای شو چې هغه له مذهبي او جهادي توجیه ماوراء صرفا دپاکستان د ګټو لپاره شوي وي.

حتی د طالبانو ډير کارونه خو د پاکستان د مزاج خلاف روان دي، په افغانستان کې هندوستان همدومره ښکیل دی لکه برتانیا او نور غربي هیوادونه.  هند د اشرف غني له حکومت سره پوځي مرستې کوي، عسکر ورته روزي او حتی جنګي څرخکې ورکوي. د پاکستان به شاید دا زړه وي چې له همدې بهانې په استفاده د طالبانو بریدونه باید په هندي اهدافو متمرکز شي، مګر طالبانو تر اوسه په هند باندې حتی د خولې ګوزار هم نه دی کړی او نه یې د هند د مداخلې په غبرګون کې کومه اعلامیه صادره کړې ده. که طالبان د پاکستان تر واک لاندې وای نو خو باید له امریکایانو وړاندې یې هندي اهداف په نښه کړي وای.

که څوک دا وپوښتي چې د چین د سفیر خبرې ثابتوي چې طالبان له چین سره اړیکي لري. دا ولې؟

د دې خبرې ځواب دا دی چې طالبان انسانان دي او انسان خو خلقتا مدنی الطبع بلل شوی، یعني دا چې له خپلو هم مثلو سره به ضرور د خبرو او تعامل خاصیت لري. نو په دې اساس خو طالبان داسې نه شي کیدلای چې ګونګې روژې ونیسي، له هیچا سره نه خبره، نه سوال ځواب او نه هم تفاهم ولري. ځکه دا خبره اصلا د انساني خاصیت خلاف خبره ده. لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپلو ورڅیرمه قبایلي مشرانو، حکومتونو او ډلو سره د مجالسو، لیک استولو او سفیرانو لیږلو په توسط مفاهمه او رابطه درلوده او کوښښ یې کاوو چې د هغوی له ضرر څخه ځان په امن او خپل پیغام ورته ورسوي. طالبان هم حق لري چې له هغو هیوادونو سره چې ددوی په خلاف یې جنګ نه دی اعلان کړی. ورسره مفاهمه ولري، خپل مواقف ورته روښانه کړي او له اضافي ضرر څخه یې ځان او خپل اولس په امن کړي.

نو نتیجتا ویلی شو چې د طالبانو او دهغوی د مخالفو ډلو تر منځ توپیر دا دی چې طالبان د چا غلامان یا ګوډاګیان نه دي اما د سیالۍ له موقفه ورسره اړیکي لري او هر چې د طالبانو مخالفین دي د هغوی د غلامۍ نو دا حال دی چې هر یو خپل برخليک د ولسمشر ټرمپ په ټویټر کې لټوي او د امریکا د سترګو اشاره یې له تخت څخه غورځولی شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د