افغانستان

هلمند:بهرنيو ځواکونو د دېشو ولسوالۍ رباط بازار بمبار کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): له پاکستان سره پر سرحد پرته د هلمند دېشو ولسوالي تېره شپه د بهرنيو الوتکو د بمبار شاهده وه.

تېره شپه شاوخوا نهه بجې د دېشو ولسوالۍ پر رباط بازار د بهرنيو ځواکونو جيټ او نورو الوتکو بمونه غورځولي.

د تر سره شوي بمبار له امله د اوښتي مرګ ژوبلي کره شمېره نه ده په ډاګه شوې.

عيني شاهدانو نن ټکي اسیا ته ويلي چې بهرنيانو د شپې پر نهو بجو بمبار شروع کړ او تر يوې بجې يې دوام وکړ.

نن ټکي اسیا د رباط سیمي د پرونۍ بمبارۍ ږغیږ کلیپونه د عيني شاهدانو په مرسته تر لاسه کړي.

ږغیږ کلپيونه په ډاګه کوي چې پر رباط بازار د بهرنيانو الوتکو څو څو ځله درانه بمونه غورځولي.

رباط سیمه د بهرامچې بازار شمال لوېديځ ته کابو په ۲۰ کیلومترۍ کې پرته ده.

دولتي چارواکو او طالبانو لا تر دې دمه پر رباط بازار د بمبار اړوند څه نه دي رسنيز کړي.

د امريکايي ځواکونو يوه وياند کان فولکنر رسنيو ته ويلي : د تیرو دریو میاشتو په موده کې مو د نشه يې توکو ۳۰ لابراتوارونه د هوايي بريدونو په مټ له منځه وړي چې له امله يې قاچاقبرو ته کابو ۲۰ میلیونه ډالر زیان اوښتی.

کان فولکنر وايي دا هوايي بریدونه يې د طالبانو د مالي سرچينو وچولو په موخه تر سره کړې ، د ده په وينا د طالبانو د اقتصاد تمویل له همدې مخدره موادو کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x