د یار باڼه / صیاد

ابراهیم صیاد

مخ ګلاب لکه ازغي د یار باڼه
خدای دې نه خاورې کوي د یار باڼه

تورې سترګې یې وطن ترینه چاپیر وي
شهیدان زلمي زلمي د یار باڼه

د هجران له مردکیوو په امان شم
چې په خیال مې زنګوي د یار باڼه

کرۍ شپه یې په یادونو کې ایسار یم
اوس مې خوب ته نه پریږدي د یار باڼه

د زړګي په کور مې مسته زلزله وي
چې په ورو ورو ښوروي د یار باڼه

د صیاد ترینه بلا کیسې مراد وي
په غزل کې یادوي د یار باڼه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د