احسان أچول لويه ګناه ده

ليکنه : أبوالزين حكيم الله صابر الحنفي

يو څوک چي د يو چا سره ښه وکړي وروسته بيا احسان ورباندي أچوي چي ما داسي احسان درسره وکی نو هغه په ځوريږي دا لويه ګناه ده، ځکه الله تعالی فرمايي:

۞يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُبْطِلُوا صَدَقَاتِكُم بِالْمَنِّ وَالْأَذَىٰ كَالَّذِي يُنفِقُ مَالَهُ رِئَاءَ النَّاسِ وَلَا يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ۞ (سورة بقرة آيتـــ۱۶۴).

ژباړه: اې مؤمنانو ! خپل خيراتونه په احسان اچولو او (د ور يادولو) په ضرر سره له منځه مه وړئ (يعني داسي کړني ستاسو د خيراتونو ثواب له منځه وړي) او ددې مثال داسي دی : لکه هغه څوک چي د خدای تعالی په لاره کي وخلګو ته د ځان ښوولو په نيت مال مصرف کړي ، پر خداي تعالی او د آخرت پر ورځي ايمان نه لري.

رسول أکرم صلی الله علیه وسلم فرمايي: څلور کسان به جنت ته داخل نه سي : د شرابو څيښونکی، د مور او پلار ازاري، احسان أچونکی او د زنا څخه پيدا شوی انسان.
(مسند أحمد رقمـــ۶۸۹۲).

رسول الله صلی الله علیه وسلم په بل حديث کي فرمايلي دي: جنت ته به چم کونکی، بخيل، احسان أچونکی او د مريانو سره بد سلوک کونکی داخل نه سي.
(مسند أحمد قمــــ۱۳).

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د