ادکې مورې / عقابي جانان

(عقابي جانان)

په آللو للو مې کړې ويدۀ ادکې مورکې
په غېږه کې مې څنګه کړې دمۀ ادکې مورې

څنګل دې راته سر د لاندې کېږدې چې کرار شم
زۀ يمه ستا د ستړي زړۀ ټوټه ادکې مورې

په واړه ژوندانه دې ځکه زه يم پوروړی
راکړي دې خوږې سينې خواږۀ ادکې مورې

له مينې محبت دې صدقه شمه مورجانې
زه پروت وم تۀ مې ښکل کړې نيمه شپه ادکې مورکې

تۀ څومره په ما ناز او افتخار کړې ادې ګلې
الفت دې نلري هڅ اندازه ادکې مورې

د غېږ په مدرسه کې مې ښائسته روزنه وکړه
تل وايه راته ښکلي کليمۀ ادکې مورې

دا درس د ځنځیرونو، زولنو راکوي ماته
سوزنۍ کې مې هروخت ښه کلک تړۀ ادکې مورې

زانګو سر ته مې وايه “عقابي جانان” شعرونه
کوه راته په ورو ورو زمزمه ادکې مورې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د