شعـــــرونه

دا سپرلي وختونه به خزان شي / منیب

رحمت الله منیب

دا سپــرلي سپرلي وختونه به خــــزان شي
دا دنیــا به ټوله جــــوړه یو میــــــدان شي

دا د غــــــرو لــړۍ به واړه سره بېـــــل شي
را چپه به ځلاند ستـــوري شین اسمان شي

یو او بــــل ته به له وېــــــري نظـــــــر نکړي
مبتلا به هر ســــړی په ویــــر د ځـــــان شي

د نـــــړۍ ښکلا به ټـــــــــوله کـــډه وکــــړي
بې پتنګــــــــه به دا رنګا رنـــــــګ ګلان شي

له ګرمي به هر انســــان خولو کې غــرق وي
نه به لمر په ورېځ کې پټ او نه بـــاران شي

بیــــا به وخت د پښېمــــاني نه پیـــدا کېږي
اوس لا ښه ده هر سړی ته چې پښېمـان شې

د اعمــــــالو تـــــــــوازن لره منیبــــــــــــــــه
را حاضـــره به یوه تــــله یو مېـــــــزان شي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x