نظــر

آیا دا وخت د جهاد دی؟؟

ابو یاسر افغان

جهاد هغه مقدسه جګړه ده چې د اسلام او اسلامي امت د دفاع، د فتنه اچوونکو او شریرو کفارو او منافقانو د مغلوب کولو او د الهي احکامو د پلي کولو لپاره په داسې ډول ترسره کیږي، څنګه چې عملاً رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل امت ته ښودلې ده.

اوس وخت کې چې د نړۍ له یوۀ سره تر بله سره د کفارو د لښکرو، استخباراتو او اثر، رسوخ جال خپور شوی، د نړۍ په هر ګوټ کې مسلمانان تر ظلم او ستم لاندي دي، اسلامي هېوادونه یو پر بل پسې د دجالي لښکرو لۀ خوا لاندې کېږي او موږ عملاً د دې شاهدان یو چې له ۲۰۰۱م کال نه تر دا اوس یعني ۲۰۱۸م کال پورې د خلیج ټوله جزیره تقریبا او د مرکزي آسیا اسلامي هېوادونه د جګړې په تاودۀ ډګر بدل شوي دي او د جګړې دا لمنه نوره هم پراخیږي؛ د افغانستان له اشغال نه وروسته ګډو( صلیبي، یهودي او منافقو) ځواکونو د عراق پر خاوره یرغل وکړ، ورپسې یې لیبیا لاندې کړه او وروسته یې د جګړې لمن تر سوریې، یمن او اوس دادی تر لبنان وغزوله، تازه حال دادی چې ترکي عسکر هم مخامخ د سوریې خاورې ته د جګړې لپاره داخل شوي او د آزاد کردستان په نوم د امریکایي اجیرانو یوه نوې جبهه جوړېدونکي ده یعني په دې معنی چې د جګړې اور نور هم تازه کیږي او د پای ته رسېدو یې کوم څرک نه لګیږي، چې همدا جګړې به د امام مهدي اخرزمان او د دجال کافر د راتلو سره لا شدت مومي.

دا چې په اوسنیو جګړو کې یوازې او یوازې اسلامي قوتونه، تنظیمونه، ډلې او ملتونه ټکول کیږي، د کفارو زندانونه د مسلمانانو له ښځو، ماشومانو او سپین ګیرو ډک دي، د فلسطین په خاوره د “ټوپک نه قلم غواړو”، شپېته کلن کمپاین نتیجه هم په خپلو سترګو وینو چې د اسرائیلو فولادي ټانګونه او تر خولې په زهرجنو وسلو سمبال عسکر څه ډول د فلسطین تش لاسي ماشومان، ښځې او بوډاګان وژني، کلي او کورونه یې ورانوي او لګیا دي دغلته د یهودو لپاره کورونه جوړوي؛ دلته په افغانستان کې هم په پراخه پیمانه د کفارو پلانونه په عملي کېدو دي او د نظامي یرغل تر څنګ د یوۀ پراخ کلتوري یرغل په مرسته امریکا توانیدلې چې سلګونه او زرګونه تنه ایمان پلورونکي کسان استخدام کړي، تر څو د قرآني ایتونو او نبوي احادیثو په غلط تعبیر او تفسیر او د خپلو شیطاني مهارتونو په توسط د اسلامي فکر، جهاد او اسلامي شعایرو سره په جګړه کې د کفارو ملاتړ او همکاري وکړي.

د اوسني وخت په هکله لا څه کم څوارلس نیم سوه کاله مخکې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وړاندوېنې کړي دي او خپل امت ته یې خبردارې ورکړی دی:
له حضرت انس رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: کله نه چې زه رالیږلی شوی یم بَعَثَنِیَ اللهُ، له هغې ورځې جهاد پیل شوی او تر هغه وخته پورې به روان وي تر څو چې زما د امت اخري ټولی د دجال سره وجنګیږي، اِلی اَنْ یُّقاتِلَ اخِرَ امَّتِیْ الدَّجال. د دې جهاد مخه به نه د ظالم ظلم ونیسي او نه د کوم انصاف کوونکي انصاف، لایُبْطِلُهُ جَوْرُ جائِرٍ ولا عَدْلُ عادِلٍ. “ابو داؤد او کتاب السنن”.

بل ځای رسول الله صلی الله علیه وسلم د جابر بن سمره رضي الله عنه په روایت سره فرمایلي دي چې: دا دین (اسلام) به تل پاتې وي، د دې د ساتنې لپاره به د مسلمانانو یو ټولی(مجاهدین) تر قیامته جنګیږي، عِصْابَةٌ مِنَ المُسْلمینَ حتّی تَقُوْم الساعةُ. “مسلم شریف”.

اوس راځو دې ته چې دا نن سبا ځیني خلک وایي او یا د دې خبرې تبلیغ او اشاعت کوي چې جهاد نشته، نور جهاد بس دی، د ټوپک په ځای قلم را واخلئ، جهاد نه ستړي شوي یو، جهاد زموږ د وروسته والي سبب دی دا او دې ته ورته نورې بیهوده او بې ثبوته ویناوې کوي د دوی په هکله احادیثو کې څه ډول وړاندوېنه شوی ده.

حضرت زید بن اسلم له خپل پلار څخه روایت کوي چې : رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: تر څو پورې چې له اسمان څخه باران وریږي، جهاد به تروتازه وي(تر قیامته پورې). په خلکو داسې زمانه را روانه ده چې ډېر پوه خلک به وایي: دا د جهاد کولو وخت نه دی، څوک چې داسې دور و مومي همدا د جهاد کولو غوره زمانه ده: فَمَنْ اَدْرکَ ذالِکَ الزَّمانَ فَنِعْمَ الزَّمانُ الجِهاد…..والناس اجمعین. “کتاب السنن الواردة فی الفتن ۳ ټوک ۷۵۱مخ”.

وروسته بیا صحابه کرامو پوښتنه وکړه چې: یا رسول الله صلی الله علیه وسلم! آیا مسلمان به هم داسې وایي؟

رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هو! دا خلک به په ټولنه کې په پوهانو یادیږي، په دې خلکو به د الله جل جلاله، د پرښتو او د ټولو انسانانو لعنت وي.

حضرت ابو رجاه الجزري له حضرت حسن څخه روایت کوي:

په خلکو یوه داسې زمانه راتلونکي ده، چې ځیني خلک به وایي لاجهاد یعني اوس جهاد نشته، که په تاسو کې په چا داسې وخت راغی، نو: ((فَجاهِدُوْ فَاِنَّ الجِهاد اَفْضَلُ)) “کتاب السنن ۲ ټوک ۱۷۶مخ”.جهاد کوئ، ځکه په دې وخت کې جهاد تر ټولو غوره عبادت دی.

حضرت ابراهیم څخه روایت دی: د دوی پر وړاندې چا دا خبره وکړه، چې خلک وایي اوس جهاد نشته هغوی وفرمایل: دا د شیطان خبره ده. مصنف ابن ابی شیبه ۶ ټوک ۵۰۹ مخ.

د جهاد دښمنان به د جهاد په هکله نور لا څومره پروپاګند کوي، څومره ایتونه به غلط ژباړي، په څومره سپین سترګۍ به جهاد ته جهد وایي او جهد به بیا د عدم تشدد عربي نوم ګڼي، هوکی! د دوی دا تور مخونه موږ ته لا څوارلس نیم سوه کاله مخکې ښودل شوي دي، چې که هر څومره دغه خلکو ته پوهه حاصله وي، مګر حقیقت دادی چې دا د اوسني وخت لعنتي خلک دي.

یوه شېبه دې ته هم فکر وکړئ چې کوم خلک د جهاد په مخالفت کې ولاړ دي دا څوک دي؟ آیا دوی هماغه نه دي چې پرون د همدې مسلمان ملت په پیسو او خوراک د زده کړو نه برخمن شول، نن سره د پوهې ترې د اسلام او د دې مظلوم ملت دښمنان جوړ شوي دي، د روشنفکرانو، مدني فعالانو، سیاسي فعالانو، فرهنګي اتشو او حتی د ملا، مفتي او استاد په نوم او جامه کې را څرګند شول او د کفارو ملاتړ یې پیل کړ، همدغه خلکو ته بیا نور خلک پوهان او عالمان هم وایي!!….

د جهاد نوعیت، فرضیت او شرایط جدا بحث دی، خو دا به راسره درانه لوستونکي مني، چې اوس وخت کې پرته له توپیره مطلق د جهاد د مفهوم او نوم، مجاهد او جهادي فکر، اسلامي شعایرو او اسلامي فکر خلاف علني کار روان دی، یهودو او نصاراو د خپلو مزدورانو او غلامانو په توسط د دغه کار لپاره پراخ کمپاینونه پیل کړي، خو اصیل او حقیقي مسلمانان د دې خلکو له حقیقت او اهدافو نه خبر دي، اوس وخت کې دا هم واضحه ده چې د مالي او لساني جهاد تر څنګ وسله وال جهاد مطلق پر هر مسلمان فرض ګرځیدلی او د نبي اکرم صلی الله علیه وسلم د یوۀ حدیث مفهوم په دې ډول دی چې د دجال او اخر دور له فتنو څخه په محفوظو خلکو کې به یو هم مجاهدین وي. ((هغه مجاهدین چې خالص د الله جل جلاله د رضا او اعلاء کلمة الله لپاره یې د جهاد بهترینه لاره نیولې ده)).

د نړیوال کفر د بشپړ زوال او د نړیوال اسلامي نظام د راتګ په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x