afghan map1

ایا زمونږځمکنی تمامیت خوندي دی؟- سرمقاله

نن ټکی آسیا-سرمقاله: له تیرو څو ورځو راهیسې د هیواد په جنوب لویدیځ معروف ولسوالۍاو په ختیځ کې د کونړ ولایت پرسرحدي ولسوالیو باندې د پاکستاني ځواکونو تیري دوام لري.

د کندهار ولایت په معروف ولسوالۍ کې له صفرې نقطې دې اړخ ته یې پوځي تأسیسات جوړول پیل کړي او د کونړ پر سرحدي سیمو خو له تیرو دو کلونو راهیسې توغندويي بریدنه کوي چې د سلګونو افغانانو د مرګ ژوبلې لامل شویدي.

یواځې پاکستان نه دی چې د افغانستان سرحدي حریم نقض کړی ، بلکې د هغه ترڅنګ دوو نوروګاونډيو هیوادونو ایران او ترکمنستان هم له افغانستان سره پرپوله د نیمروز او بادغیس په ولایتونوکې سرحدي حریم مات کړی او د افغانستان پرسرحدي سیمو يي څو ځله تیری کړی.

د ګاونديو هیوادنو لخوا په دغو سرحدي تجاوزاتوکې د تعجب وړ خبره داده چې تیري کوونکي لوري دا خبره نه مني چې دوی د افغانستان پر خاوره تیری کړی ،بلکې کومې سیمې چې دوي په صفري کرښه د افغانستان لورته خپل تاسیسات جوړوي هغه د خپل هیواد اړوند سیمې بولي او افغاني سرحدي ځواکونه په دې ملامتوي چې د دوی په ځواکونو بریدونه کوي .

د بیلګې په توګه تیر کال پاکستانې ځواکونو د ننګرهارولایت په سرحدي ګوشته ولسوالۍ کې د ننه ۴۲ کیلومټره ديخوا خپلې سرحدې تاڼې جوړي کړي آن تردې چې په ولسي جرګه کې د نوموړی سیمې د یوه استازي کوریې هم لاندې کړ.

له یوې ورځې خونړې جګړې او تقریبا دوو انیو جنجال وروسته بالاخره خپله د ولسي جرګې د دفاعي کمیسیون مشر حمیدزی لالي په ننګرهارولایت کې درسنیو په مخ کې اعتراف وکړ چې نوموړی سیمه د ننګرهارولایت تر کامې ولسوالې پوري ټوله پر پاکستاني لوري پلورل شوي او پاکستانیان پرګوشتې اولسوالۍ سربیره اوس دکامې د لاندې کولو دعوه هم لري .

دلته دوې خبرې دي چې دواړې ډیرې خوشینوونکې هم دي:

لومړۍ خبره د ګانډیانو له لوري زمونږ د هیواد سرحدي حریم نقضول.

او دوهمه خبره د افغاني چارواکو لخوا پرګاونډیو هیوادنو خپلې سرحدي سیمې پلورل.

د هیواد په ختیځ کې پر پاکستاني لوري د ځینو سرحدي سیمو د پلورلو خبره خو تیرکال په ولسي او مشرانو جرګه کې هم مطرح خو هیچا د پلورونکو پوښتنه ونه کړه چې هغه څوک او ولي یې په داسې ملي خیانت لاس پوري کړ؟

د امریکایانو د اشغال په نتیجه کې د طالبانو د واکمنې له ړنګیدو وروسته سمدستي پاکستاني ځواکونه د کندهار په سرحدي سیمه سپین بولدک کې څو کیلومیتره رامخته او د افغانستان په داخل کې د دوستي دورازه جوړه کړه .

همداراز د پکتیاولایت په سرحدې سیمه انګور اډه کې یې د افغانستان په دننه کې د دوستۍ دروازه نصب کړه.

د ننګرهار ، کونړ او نورستان په ولایتونوکې خو پاکستاني سرحدي ځواکونه په ډیرو سیموکې په لسګونو کیلومیټره د افغانستان داخل ته را دننه شوي او هلته یې خپل سرحدي تأسیسات جوړ کړی.

دا ټول په داسې حال کې چې د ګاونډیو هیوادنو په شمول په لسګونو نورو هیوادونو له افغانستان سره استراتیژیک سندونه لاسلیک کړي چې د هغوی له مخه لاسلیکوونکي هیوادونه دخپلو تعهداتو له مخې د افغانستان د ځمکني تمامیت د درناوي او دهغه دساتلو مسؤلیت لري.

ولس مشر کرزی هم څلور ځلی په خپل حلف (لوړه اخیستلو) کې په داسې حال کې چې ښی لاس به یې په قرآن کریم ایښی وه د هیواد د ځمکني تمامیت د ساتلو تعهد کړی ، همدا شان د ملي دفاع ،کورنیو چارو ،ملي امنیت او نورو لوړپوړیو چارواکو د لوړه اخیستلو په مراسموکې د خپل هیواد د ارضي تمامیت د ساتلو عهد کړی ،خو له کومې ورځې چې دغو دروغجنو واکمنانو د هیواد د ځمکني بشپړوالي د ساتلو کاذبانه عهدونه پیل کړي ورسره سم د هیواد پرځمکنی تمامیت د اجنبیانو تجاوزات هم پیل شوی چې تراوسه د هیواد ډیرې سرحدي سیمي یا د هغو تر تیري لاندې راغلې او یاهم ټوټه ټوټه شوي او پرهغوی پلورل شوی.

الله تعالی دي د افغانانو د ویاړلي ټاټوبي ځمکنی تمایت د ټولو تیري کوونکو له شره وساتي.

د نن ټکي آسیا سرمقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د