fbpx

فېسبوک ته تل په لاندنې اهدافو ننوځئ

قاري يحياتكل

۱-خپله څه زده کړئ

۲- نورو ته څه وروه ښا یاست

۳-څه چې حق وې هغه وه وایاست ،د حق په ویلو کې د چا پروا مه کوئ

۴- د ظالم په مقابل کې غږ پورته کړئ

۵- هغه څه ولیکئ چې د اللهﷻ په حضور کې پري پښېمانه نه یاست

۶- د حق پلوې وکړئ باطل ته چکچکې مه وهئ

۷- کومې رسنۍ چې د غرب تر تأثیر لاندې دي مه یې په خبر باور کوئ او مه په نشر او اشاعت کي ورسره همکارې کوئ

۸- د مقابل لوري نیوکه واوره د ښکنځلو په ځای په سړو ماغزو په دلیل ځواب ورکړه اقلا ته په قلم د یوه شخص نمایندګې کوي

۹-د لایک او کمینټ لپاره هیڅ هم مه لیکه ځکه چې هیڅ هم په لاس نه درځې

۱۰-او په فوټو شاپ ،او تاریخ تیرو انځورونو مه خطاء کېږه😊.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د