افغانستان

پکتيا ولايتي شورا:  پاکستاني پوځيان د افغان عسکرو تاسيساتو کې ځای پرځای شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د پکتيا ولايت د ولايتي شورا غړي وايي، چې د پاکستان او افغانستان پر پوله پرته ډيورنډ کرښې ته څېرمه د افغان ځواکونو پر تاسيساتو پاکستاني پوځيانو ولکه کړې ده.

د ولايتي شورا غړي تاج محمد منګل سپوږمې راډيو ته ويلي، د ډنډ پټان ولسوالۍ په هغو پوځي تاسيساتو کې چې تر دې مخکې د افغان ځواکونو لپاره جوړ شوي، پاکستاني پوځيان پکې ميشت شوي دي.

د منګل په خبره، ياده ستونزه يې د ولايت له مقام سره شريکه کړې خو تر دې دمه يې پر وړاندې هيڅ ډول اقدامات نه دي شوي.

نوموړی وايي، پاکستاني ځواکونو له تېرې يوې مياشتې راهيسې د يادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې تحرکات کول، بلاخره تېره شپه له ډيورنډ کرښې راوښتي او د افغان پوځ په تاسيساتو کې ځای پرځای شوي دي.

تر اوسه په دې اړه د پکتيا ولايتي چارواکو رسمي څرګندونې نه دي کړي.

تر دې مخکې هم ورته ډول راپورونه ورکول شوي، چې په ډيورنډ کرښه افغان لوري ته په کندهار، ننګرهار، کنړ او يو شمير نورو سيمو کې پاکستاني پوځيانو مخکې تګ کړی او د افغانستان خاوره يې لاندې کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x