افغانستان

د جنرال دوستم او جمعه خان همدرد ترمنځ روغه جوړه وشوه

نن ټکی آسیا: د تنظیمي جګړو او بیا نوي حکومت په راتګ سره د هېواد په شمال کې دوو مخکښو څېرو جنرال عبدالرشيد دوستم او جمعه خان همدرد ترمنځ څو کلنۍ شخړه پرون هواره شوه.

ویل کېږي، چې دا شخړه د ولسمشرۍ د مخکښ نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي په منځګړیتوب حل شوې.

د پکتیا د والي ویاند وايي ٧ کاله وړاندې، کله چې جمعه خان همدرد د جوزجان والي و، نو د سوء تفاهماتو له امله د جنرال عبدالرشيد دوستم پلويانو په هغه وخت کې د همدرد پر خلاف مظاهرې وکړې، چې په ترڅ کې يې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله هم واوښته. خو هغه وايي، تېر ماښام د دواړو ترمنځ روغه جوړه وشوه.

دغه راز د ډاکټر اشرف غني احمدزي په فېسبوک پاڼه کې هم راغلي، د دوو مطرحو سياستوالو ترمنځ د سوء تفاهماتو د لرې کولو غونډه ترسره شوه.

د سرچینې په خبره، دا غونډه د اشرف غني احمدزي په کور کې جوړه شوې وه، چې لسګونو ديني علماوو، قومي مشرانو او سپين ږيرو په کې ګډون کړى و.

د جنرال دوستم جنبش ګوند او د جمعه خان همدرد حزب اسلامي،یو وخت د شمال ټلوالې سره اوږه پر اوږه  د طالبانو پر خلاف هم په جګړه اخته ول، چې بیا وروسته څوک ایران او پاکستان او دوستم ترکیې ته وتښتېده.

په عین حال کې د اشرف غني احمدي د ټیم مطبوعاي کړۍ وایي، چې تېره ورځ د خوست لسګونو قومي مخورو د یوې غونډې په ترڅ کې د اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ او د هر اړخیزو مرستو ژمنې يې وکړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x