
۱۹ کلنو جام: هند استرالیا ته په ماتې ورکولو د نړیوال جام اتلولي وګټله
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د هند ۱۹ کلنو د استرالیا ۱۹ کلنو ته په ۸ ویکټو ستره ماتې ورکړه او د نړیوال جام اتلولي یې خپله کړه.
پایلوبه کې لومړۍ لوبه استرالیا وکړه چې هند ته یې د ۲۱۷ منډو هدف ټاکلی و، په ځواب کې د هند لوبډلې ټاکلی هدف د منجوت کرلا په زړه پورې سلیزې سره په ۳۹م اور کې د ۲ ویکټو په سوځیدلو ټاکلی هدف پوره کړ او نړیواله اتلوله شوه.
هند لومړی لوبډله شوه چې په څلورم ځل د ۱۹ کلنو ځوانانو نړیوال جام اتلولي ګتي.
له دې وړاندې استرالیا او هند دواړو ۳-۳ ځل د ۱۹ کلنو نړیوال جام ګټلی و چې په دې بریا سره هند د نړۍ لومړۍ لوبډله شوه چې ۴ ځل نړیوال جام ګټي.
هند په نیمه پایلوبه کې پاکستان ته په ۲۰۳ منډو ستره ماتې ورکړې وه، او همدا ډول استرالیا افغانستان ته د ۶ ویکټو په توپیر ماتې ورکړې وه.