د راشد خان بیګ بیش لیګ سفر پای ته ورسېد

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): راشد خان د استرالیا بیګ بیش لیګ سره د نیمه پایلوبې ګټلو نه وروسته خدای په اماني وکړه او له خپلې لوبډلې سره په عربي اماراتو کې یوځای کیږي.

د نوموړي په وړتیا دده لوبډله تر پایلوبې ورسیده خو اوس د خپل هېواد او ملي لوبډلې په خاطر پایلوبه پریږدي او عربي اماراتو ته ځي.

همدا ډول دایډلیډ سټرایکرز لوبډلې لخوا د پایلوبې لپاره په اعلان شوې ۱۳ کسیزه لوبډله کې هم د راشد خان نوم ندی شامل شوی.

نوموړي پخپل فیسبوکپاڼه لیکلي:

”د استرالیا په بیګ بیش کې زما سفر پای ته ورسېده. ستاسو له مینې، هڅونو او دوعاو څخه ‌‌‌‌‌‌ډېره مننه. ویاړم چې د نړۍ په هره برخه کې د ګران افغانستان نمایندګي کوم. اوس په خیر د اماراتو په لور چې د ګران هېواد لپاره له زمبابوې سره سیالیو کې برخه واخلو. دوعاو کې مو یاد ساتئ“.

دا په داسې حال کې چې نوموړي د بیګ بیش لیګ او په ځانګړي ډول د خپلې لوبډلې لپاره تر ټولو ډیرې «۱۸» ویکټې ترلاسه کړې، چې په پایلوبه کې به یې دده نه شتون شاید لوبډله له ستونزو سره مخ شي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان ملي لوبډله به په عربي اماراتو کې د دوشنبې په ورځ (۵ فروري) د زمبابوې به وړاندې د شل اوریزو لړۍ پېل کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د