افغانستان

سرپل: د ټولګي د چت را لوېدا له شلو زیات ماشومان ټپيان کړل

نن ټکی آسیا: له سرپل ولایت څخه ورکول شوی خبر وايي، چې کابو یو ساعت وړاندې د مرکز اړوند د یوه ښوونځي د ټولګي چت را لوېدلی او لسګونه ماشومان یې ټپيان کړي.

دا ښوونځی کورک ازبکي په نامه یادېږي او د سرپل ښار په مربوطاتو کې دننه دی.

تر اوسه پورې د یوه ښوونکي په شمول ۲۳ ټپیان روغتون ته وړل شوي دي او تر اوسه د چا د مړینې خبر نه دی ورکول شوی.

د سرپل د روغتون چارواکي وايي، چې تر اوسه پورې ۲۳ ټپیان له دوی سره راجستر شوي دي او د نورو د انتقال لپاره یې سېمي ته امبولانسونه استولي دي.

د پېښي علت تر اوسه نه دی څرګند.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x