fbpx

رخصت په سپېڅلي شریعت کي – دوهمه برخه

لیکنه : احمدمدثر دلسوز

اوس یوه مهمه خبره داده کوم چي د علماؤ پکښي اختلاف هم دی هغه دا چي په رخصت کي اصل اباحت دی او که وجوب یا لزوم د هغه کار. پدې اړه علماء دوه قوله لري :

اول قول : چي رخصت د حکمي اقسامو له جملې څخه دی لکه د رسول الله ﷺ دا قول ﴿فاقبلو رخصة الله﴾. پردې قول باندي سبکي، بیضاوي، ابن عبدالشکور، سراج الدین الأرموي او تاج الدین الأرموي تللي دي، او امام الزرکشي رحمهم الله په (بحر المحیط) کي داسي ویلي دي : ( او دا ظاهر قول د جمهورو هم دی).

دوهم قول : چي رخصت د فعلي اقسامو څخه دی ، پر دې قول باندي امام الرازي ، آمدي ، ابن الحاجب او نور علماء تللي دي ، او دوی وايي : چي فعل هغه دی چي مکلف ته رواه دی چي په هغه راتګ کوي او که نه.

په رخصت کي اصل اباحت دی او دا د اصلي حکم لزوم په اختیار اړوي، ځکه چي د رخصت اساس د مکلف پر عذر ولاړ دی ، او مقصد یې د مکلف لپاره آسانتیا ده او دا هدف هلته ترلاسه کیږي چي له کوم کار منعه سوې وي د هغې اجازه ورکول سي او په کوم کار کي چي مأمور کړل سوی وي له هغه منعه وسي.

لکه د روژې په میاشت کي د ناروغ او مسافر لپاره د روژې نیول ، په رخصت عمل کولو سره د دې دواړو لپاره د روژې د نه نیولو اجازه سته او پر عزیمت عمل کولو سره ورته د روژې نیولو اجازه سته که چیرته ورته روژه زیان رسوي، د احنافو په اصطلاح کي دې ته ترفیه رخصت وايي، ځکه چي اصلي حکم لا پر ځاي دی او له منځه نه دی تللی خو یواځي د مکلف لپاره د آسانتیا په پامنیوي سره ورته د روژې د نه نیولو اجازه ورکړی سوې ده.

کله نا کله د رخصت په موجودوالي کي پر عزیمت عمل کول غوره وي ، لکه د یو چا په زړه کي چي ایمان سته او پر ایمان باندي ثابت او کلک ولاړ دی خو مرګوني ګواښونه یې د کفر د کلمې ویلو ته مجبوري ، سره لدې چي ده ته په دغه وخت کي دا رخصت سته چي د کفر د کلمو په ویلو سره خپل ژوند وساتي خو پر عزیمت که عمل وکړي نو داغوره دی او الله ﷻ به ورته غټ اجر ورکړی یعني په دغه وخت کي له ګواښونو و نه ویریږي او د کفر کلمه ونه وايي او یا مرګ ته هم غاړه کښيږدي خو د کفر کلمه ونه وايي ، ځکه چي په دې سره په ایمان کي قوت ، د حق پیاوړتیا ، پر کافرانو باندي د مسلمانانو رعب ، د کفارو د زړونو کمزوري او د مسلمانانو د معنویاتو د قوي کېدو او د هغوی د کلک عزم ښکارندويي کوي ، او پر دې باندي دلیل دادی :

أ‌) کله چي د مسلمة الکذاب (چاچي د نبوت دعوه کړېوه) جاسوسانو دوه کسه صحابه ونیول او هغه ته یې بوتلل، هغه ورڅخه پوښتنه وکړه چي د محمد ﷺ په اړه څه فکر کوئ ؟ نو یوه کس ورته وویل هغه ورته وویل چي هغه د الله ﷻ رسول ﷺ دی ، نو ده ورڅخه وپوښتل چي زما په اړه څه وايې؟ هغه ورته وویل چي ته هم یې ، نو هغه کس یې له څه ځوروني پرته پرېښوده، بیا یې د دویم کس څخه د رسول الله ﷺ په اړه پوښتنه وکړه هغه هم د مخکیني په څېر ځواب ورکړ چي هغه د الله ﷻ استازی دی او بیایې د ځان په اړه پوښتنه ځني وکړه چي زما په اړه څه فکر کوې؟ صحابي ورته وویل چي زه کوڼ یم څه نه اورم، مسلمة الکذاب ۳ واره ترې پوښتنه وکړه خو هغه صحابي به هر ځل همدا ځواب ورکاوه، نو دا دویم صحابي یې په شهادت ورساوه، کله چي رسول الله ﷺ ته دا خبر ورسېد ، نو ویې فرمایل چي لومړي کس د الله ﷻ پر رخصت عمل وکړ او دویم په زغرده د حق خبره وکړه او ده ته دي مبارک وي.

ب‌) همدا شان عمار بن یاسر رضی الله عنه هم د کفر کلمې ویلي وې ، درسول الله ﷺ سپکاوی یې هم کړی ؤ او د مشرکانو خدایان یې هم ستایلي وه په هغه وخت کي چي نوموړي ته د مشرکانو لخوا څخه سخت سخت عذابونه ورکول کېدل، خو دا هر څه یې د سخت تکلیف له امله کړي وه، کله چي رسول الله ﷺ خبر سو ، عمار رضی الله عنه یې وپوښته چي په دغه وخت کي دي زړه څنګه ؤ ؟ یعني پر ایمان کلک ؤ او که نه ؟ عمار رضی الله عنه وویل زړه مي پر ایمان ډاډمن ؤ، نو رسول الله ﷺ ورته وفرمایل که هغوی درسره بیا داسي وکړي یعني که بیا له داسي پيښي سره مخامخ سې نو ته بیا هم همداسي کولاي او ویلاي سې، دا حدیث پر دې باندي دلالت کوي چي د ضرورت په وخت کي د کفر کلمه ویل رواه دي ، خو له لومړني حدیث څخه دا معلومیږي چي د سختۍ زغمل او پر عزیمت باندي عمل کول تر ډېره غوره دي.

ت‌) همدا شان د امر بالمعروف او نهي عن المنکر په لړ کي پر عزیمت باندي عمل کول غوره او ډېره ښه دي خیر که مرګ هم سړي ته راسي یعني پردې باندي ووژل سي خو دا کار تر چوپتیا غوره دی، ځکه رسول الله ﷺ د داسي کس شهادت د حمزه بن عبدالمطلب رضی الله عنه له شهادت سره برابر بللی دی، دا چي امر بالمعروف او نهي عن المنکر پرېښودل او د ویري په صورت کي کله چي حاکم ظلم کوونکی وي او پردې کار سړی وژني ، نو بیا یې په پرېښودو کي رخصت سته خو په دغه وخت کي د رخصت پر ځاي پر عزیمت عمل کول ډېر غوره دي ، خو دا خبره باید په پام کي ونیول سي چي دا جزیي حکم دی نه کُلي ، یعني د مرګوني ګواښ له ویري چي امر بالمعروف او نهي عن المنکر وظیفه پاته سي نو دا د یوه کس لپاره حکم دی ، د ټول امت لپاره دا حکم نه دی او دا ورته رواه هم ندی چي ټول امت دي د یوه ظالم حاکم له ډاره څخه امر بالمعروف او نهي عن المنکر شاته وغورځوي، ځکه چي امر بالمعروف او نهي عن المنکر فرض کفايي دی او په امت کي هم ورته ډېره اړتیا ده سره لدې که په دې کار کي سر او مال ته هم زیان وي.

تاسي وګورئ چي جهاد هم فرض کفايي دی خو په ځینو حالاتو کي فرض عین ګرځي سره لدې چي څومره مرګ ژوبله هم پکښي رامنځته کیږي نو پداسي حالاتو کي امر بالمعروف و نهي عن المنکر هم د جهاد یو ډول دی او د امت لپاره رواه ندي چي مخ ځیني واړوي که څه هم له امله یې په امت کي ځیني علماء ، مجاهدین او عام خلګ په شهادت ورسیږي.

نور بیا …. .

مأخذونه :
1. صحیح البخاري، صحیح مسلم، سنن الترمذي، سنن أبي داؤد، مسند امام أحمد.
2. التیسیر شرح الجامع الصغیر.
3. مجمع الزوائد.
4. التلویح.
5. المستصفی.
6. أصول الشاشي.
7. الوجیز في أصول الفقه.
8. جمع الجوامع.
9. الأشیاء والنظائر.
10. سلم الثبوت.
11. منهاج.
12. احکام الأمدي.
13. بحر المحیط.
14. القواعد والفوائد الاصولیة.
15. المحصول في أصول الفقه.
16. مختصر ابن الحاجب.

رخصت په سپېڅلي شریعت کي – لومړۍ برخه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د