fbpx
تصویر؛ له ارشیفه، طالبان له قومي مخورو سره

په ۲۰۱۷ کې د طالبانو تر واک لاندې سيمې دوه برابره زياتې شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): په داسې حال کې چې امریکا له تېرو اوولسو کلونو راهيسې د طالبانو د ځپلو او له منځه وړلو هڅې کوي، خو د چارو کارپوهان وايي، چې طالبان ورځ تر بلې خپل نظام غښتلی کوي او د وروستيو راپورونو له مخې د خپل ځواک او واک ساحه يې په تېر ۲۰۱۷ کال کې دوه برابره زیاته کړې ده.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تېر کال اګسټ کې د طالبانو پر ضد د نوې جګړه ييزې سټراټيژي د اعلان پر مهال افغانستان ته د نورو پوځيانو د لېږلو او بمباريو د زياتولو پرېکړه کړې، خو د پوځي چارو کارپوهان وايي، چې د بمباريو او عملياتو د زياتېدو سربېره طالبان نه دي کمزوري شوي، بلکې نور يې هم د خپل واک لاندې سيمې پراخې کړي دي.

بي بي سي هم د خپلې يوې تازه سروې له مخې ويلي، چې طالبان د افغانستان په اويا سلنه خاوره کې فعاليتونه لري.

د سي بي ایس ټلويزيون خبريالې لورا لوګن افغانستان ته د خپل سفر پر مهال او همدارنګه د سټراټيژيکو چارو مصري کارپوه طلعت رميح ويلي، چې طالبان د نور هېواد په ګډون پلازمېنې کابل او د ولسمشرۍ ماڼۍ په امنيتي کمربند کې فعاليتونه کوي او د هېواد په هېڅ برخه کې حکومت او بهرني ځواکونه د دوی د بريدونو مخنیوی نه شی کولی.

د ملي شورا غړو هم ويلي، چې امریکا نه شي کولی په افغانستان کې طالبانو ته ماتې ورکړي، بلکې د هر ډول بمباريو، چاپو او عملياتو سربېره طالبان مخ پر وړاندې روان دي.

د ولسي جرګې غړي ارين يون په خپلو وروستيو څرګندونو کې ويلي، چې د امریکا نوې سټراتيژي هېڅ ګټه نه ده کړې، بلکې طالبان نور هم مخ پر وړاندې روان دي او د افغانستان ډېری خلک خپلې دعوې او حقوقي مسائل د طالبانو محاکمو ته وروړي.

د افغانستان او پاکستان د چارو کار پوه او د الجزيرې ټلويزيون ژورنالېست دوکتور احمد موفق زیدان په خپلې وروستۍ څېړنيزې ليکنې کې ويلي، چې امریکا د ټولو نړيوالو ايتلافي هېوادونو د پوځي، استخباراتي او اقتصادي ملاتړ سربېره هم طالبانو ته ماتې نه ده ورکړې او د طالبانو د بريا لامل يې هم د هغوی د عقيدې، مورال او د قیادت سربېره پراخې ولسي ريښي بللي، چې امریکا او ايتلافيان يې نه شي کولی، د طالبانو او ولس تر منځ شته ريښې کمزورې کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د