افغانستان

رحمت الله نبیل له امریکا افغانستان ته نه را پرېښودل کېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ملي امنیت مخکېنی مشر رحمت الله نبیل په امریکا متحده ایالاتونو کې بند پاتې دی او د ملي یووالي حکومت ورته د بېرته راتګ اجازه نه ورکوي.

افغانستان ټایمز ورځپاڼه وايي، چې نبیل په امریکا کې سیاسي پناه نه ده اخیستې؛ بلکې د حکومت له لوري افغانستان ته د بېرته راتګ اجازه نه ورکول کېږي.

یاده ورځپاڼه لیکي، د حکومت له لوري پر رحمت الله نبیل بندیز لګیدلی و، چې بهرنیو هېوادونو ته به سفر نه کوي. اوس چې امریکا ته تللی د بېرته راتګ اجازه نه لري.

رحمت الله نبیل په ۲۰۱۰ کال کې د مخکېني ولسمشر حامد کرزي په وخت کې د ملي امنیت د رییس په توګه وټاکل شو؛ خو د یوه کال دندې وروسته ګوښه او پر ځای یې اسدالله خالد د ملي امنیت رییس شو.

په ۲۰۱۳ کال کې رحمت الله نبیل بیا د ملي امنیت د رییس په توګه وټاکل شو؛ خو د ملي یووالي د حکومت له جوړېدو وروسته یې په ۲۰۱۵ کې استفعا ورکړه.

نوموړي هغه وخت خپله استعفا ورکړه، چې ولسمشر غني پاکستان ته ولاړ او وروسته یې پاکستانیو پوځیانو ته د هېواد د زندانونو د لیدو اجازه ورکړه.

رحمت الله نبیل د «ملي محور ګوند» مشر هم دی او د اوسني حکومت له سختو منتقدینو نه هم یادېده.

د روانو چارو کارپوهان وايي، د ملي یووالي حکومت هڅه کوي چې خپل مخالفین له مخې لرې کړي، چې له دې وړاندې یې جنرال دوستم ته هم له ترکیې د بېرته راستنېدو اجازه ورنه کړه او تراوسه همالته دی.

تراوسه پورې امریکا ته د نبیل د تګ په اړه څه نه دي ویل شوي؛ خو د اوسني او د کرزي د وخت ډېری لوړ پوړي چارواکي هڅه کوي، چې امریکا ته سفرونه وکړي او د راتلونکو ټاکنو په اړه له امریکايي چارواکو سره وغږېږي.

داسې اوازې هم شته، چې د ولسمشرۍ ټاکنو کې به یو نوماند رحمت الله نبیل هم وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبد الله

عنوان مو سم کړئ، مننه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x