افغانستان

د غزني د قره باغ ولسوالۍ څارنوال ووژل شو

نن ټکی آسیا: د غزني د قره باغ ولسوالۍ څارنوال په غزني ښار کې په ډزو ووژل شو.

څارنوال شیر خان چې د قره باغ ولسوالۍ د څارنوال په توګه یې دنده اجرا کوله، نن له غرمې مخکې د ناڅرګندو کسانو له لورې په غزني ښار کې ووژل شو.

د غزني د والي ویاند شفیق ننګ وویل، چې د قره باغ ولسوالۍ څارنوال شیرخان څو شیبې مخکې د غزني ښار اړوند د پلان سه په سېمه کې د ناڅرګندو وسله والو تر برید لاندې راغی او ووژل شو.

طالبانو د پېښي مسؤلیت په غاړه واخیست او زیاتوي، چې نوموړی څارنوال شیر خان چې د لطیف زوی او د قره باغ ولسوالۍ د سرکي کلي اوسېدونکی او پخوانی کمونیست و، د دوی له لورې په یوه غلچکي برید کې ووژل شو.

په یوه بل خبر کې راغلي، چې تېره ورځ په قره باغ کې د پولیسو یو مهم کس طالبانو تسلیم شوی.

ناتایید شوی خبر وایي، چې عبدالقدیر چې عبدالغفور زوی او په ادو مشهور و، پرون د قومي مخورو په لمسون او هڅونه طالبانو ته تسلیم شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x