افغانستان

«د افغانستان د خلکو ملي جبهې» خپل موجودیت اعلان کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د کورنیو چارو د مخکېني وزیر نور الحق علومي په مشرۍ «د افغانستان د خلکو ملي جبهې» نن پر حکومت د اپوزېسون په توګه خپل موجودیت رسماً اعلان کړ.

د دغه نوې جبهې غړي وايي، د ملي یووالي حکومت د امنیت په ټینګښت، د اقتصادي حالت د ښه والي، په حکومت کې د قومونو، ګوندونو او سمتونو انډول په پام کې نه دی نیولی او په دغو چارو کې پاتې راغلی دی.

«د افغانستان د خلکو ملي جبهې» مشر او د کورنیو چارو مخکېني وزیر نورالحق علومي د دې جبهې د اعلان غونډې ته وویل، چې جبهه به یې هڅه وکړي چې د ښې حکومتولۍ لپاره بدیلې لارې راپیدا کړي او اوسنیو حالاتو ته د پای ټکی کېږدي.

علومي وویل، د افغانستان اوسنۍ مسئله کورني ـ بهرني بعدونه لري، چې دواړه ډلې د ولس پرضد خپلې موخې مخته وړي او عام خلک په نظر کې نه نیسي.

د ده په خبره، په ملي یووالي حکومت کې د ښځو او ځوانانو ونډه، فساد او له مخدره توکو سره مبارزه یوازې تش شعارونه دي، چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې یې حکومتي چارواکي وايي؛ خو په عمل کې هېڅ نه کوي.

«د افغانستان د خلکو ملي جبهې» نن خپل موجودیت داسې مهال اعلان کړی، چې د ملي یووالي حکومت په راتګ د حکومت اپوزېسونونو زور اخیستی دی.

له دې وړاندې «د حراست او ثبات شورا» هم د حکومت ضد اپوزېسیون اعلان کړی و او وخت ناوخت د حکومت ضد څرګندونې کوي.

د ملي یووالي حکومت درې کلنه موده پوره شوې ده؛ خو تراوسه د حکومت دواړه مشران په ډېری برخو کې همغږي نه لري.
له تېرو دوو میاشتو راهیسې د بلخ والي عطاء محمد نور حکومت ګوښه کړی دی؛ خو تراوسه پر خپله دنده پاتې دی او حکومت ورته نوی ټاکل شوی والي نه شي ور معرفي کولی.

پرون د افغانستان ټایمز ورځپاڼې لیکلي وو، چې د ملي امنیت پخوانی رییس او د ملي محور ګوند مشر رحمت الله نبیل ته حکومت د بېرته راتګ اجازه نه ورکوي او په امریکا کې بند پاتې دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد نعیم سادات

نوموړی جبهه به قومی مسایلو ته لمن وهی او د ایران او روسیی پروژی به دلته عملی کوی . دا جبهه له خلکو سره کوم تړاوو نلری او پردی مزدوران دی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x