
میوندہ! / حفیظ الدین پیرزادہ
میوندہ! ملالۍ چې زیږوې دا به دې حال وي
طالب پخپله غیږہ کې روزې دا به دې حال وي
انگریز د خپل نیکه انتقام بیا در ځنې واخیست
غرور چې د شین سترگو ماتوې دا به دې حال وي
تر څو ښکیلاک ته دواړہ لاسه جگ نه کړې تسلیم شې
ایوب ته چې لښکرې جوړوې دا به دې حال وي
غیرت، پښتو، اسلام ته دې چې زړہ کې ځای ورکړې
نادودې به د کفر قبلوې، دا به دې حال وي
کابل او گوډاگیان وینم چې ستا په ویر کې خاندي
ظالم ته چې خپل سر نه ټیټوې، دا به دې حال وي
ستا غم مې زړہ کې څړیکه شوہ له خوبه را بیدار شوم
حفیظ په نیمه شپه کې ژړوې دا به دې حال وي
_______________________________
حفیظ الدین پیرزادہ
د فبرورۍ دویمه ۲۰۱۸م
ستاکھولم سویډن