شعـــــرونه

غزل: د ظلم مقابل کې پاڅیدل اسانه نه دي

د ظلم مقابل کې پاڅیدل اسانه نه دي
کفارو ته میدان کې دریدل اسانه نه دي

روژې نوافلي د ژمي ھر سړ‎ی نیوی شي
خو- سنگر کې بیا نھارہ تیرول اسانه نه دي

عابدہ! ستا د نیمې شپې طاعت دی ور ته ټوکې
په تورہ شپه مورچل کې غورځیدل اسانه نه دي

چې عزم، پوخ دریځ ته یې غربیان گوته په غاښ و
د ھغه مړ‎ ملا نوم ھیرول اسانه نه دي

گناہ ته چې روان شې او شیطان درسرہ مل وي
د خدای له ویرې بیرته ستنیدل اسانه نه دي

ایمان چې وي ضعیف بلخوا باران وي د ډالرو
که فضل د رب نه وي، ټینگیدل اسانه نه دي

تقریر په فضایلو زموږ‎ ھر خطیب کوی شي
جابر سلطان په مخ کې حق ویل اسانه نه دي

د نورو اولادونه خو ھر مشر لیږ‎ي جنگ ته
د خپل زړ‎گي ټوټې قربانول اسانه نه دي

له خپلو کړ‎اونو خو حفیظ ھم رب ته ژاړ‎ي
د بل لپارہ خدای ته ژړ‎یدل اسانه نه دي
__________________________

حفیظ الدین پیرزادہ
د جنورۍ ۲۰۱۸/۲۲م
ستاکھولم سویدن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x