
بدخشان: طالبانو د یمګان ولسوالۍ محاصره کړې
نن ټکی آسیا: د بدخشان امنیتي چارواکي وايي، چې وسله والو طالبانو د یمګان ولسوالۍ محاصره کړې او له عسکرو سره په جګړه بوخت دي.
د امنیتي چارواکو په خبره ، طالبانو لومړی د پولیسو او مرکز د اړیکو د غوڅولو لپاره په سېمه کې د ټلیفون یوازینۍ پایه له منځه وړې ده.
بدخشان د امنیت امر عبدالقدیر صیاد وايي وسله والو مخالفینو د یمګان ولسوالۍ د نیولو په هدف پر دې ولسوالۍ برید کړی او د افغان ځواکونو له مقاومت سره مخ شوي دي.
ویل کېږي، چې جګړه اوس هم په شدت سره روانه ده.
صیاد وايي، چې طالبانو په ولسوالۍ کې د افغان بیسم شرکت پایه ویجاړه کړې او د ولسوالۍ او مرکز تر منځ اړیکې غوڅې شوې.
بل خوا بیا د یمګان ولسوال خبرداری ورکړ، چې د دوی ځواکونه چې له مخالفینو سره په جګړه بوخت دي،کافي نه دي او که نور ځواکونه ور و نه لېږل شي ښايي ولسوالي سقوط وکړي.
د طالبانو ویاند تر دې مهاله د یمګان ولسوالۍ د محاصرې په اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو دوې میاشتې وړاندې په فاریاب کې هم یوه ولسوالۍ نیولې او داسې راپورونه شته ، چې وایي تر اوسه د دوی په ولکه کې ده.