لـورانو ته سالمه اسلامي روزنه ورکړئ !!

لیکنه: الهام بدري

لکه څنګه چې د اسلامي ټولنې په اصلاح کې دنارينه وو کړنې او کردار مهم دی، دغسې بلکې له دې څخه زیات دمېرمنو کړنې او کردار مهم دی .

دغه وجه وه چې داسلام ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم دلورانو روزنې او تربیت ته زیاته پاملرنه کوله او هم به یې پلرونو ته دلورانو دسالمې اسلامي روزنې په اړه سپارښتنې کولې .

لکه فرمايي:

( من كنّ له ثلاث بنات يؤدبهن، و يرحمهن، و يكفلهن وجبت له الجنة البتة، قيل: يا رسول الله فإن كانتا اثنتين، قال: وإن كانتا اثنتين/مسند احمد )

د چا چې درې لورانې وي او ادب وروښیي، رحم پرې کوي او نفقه ورکوي (کفالت یې کوي) نو د ده لپاره جنت واجب شو.

پوښتنه وشوه چې ای د الله رسوله! که چیرته دوه وې نو بيا؟

نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وویل: که دوه هم وی همداسې ده.

که موږ دخپلو اسلافو تاریخ کې خپل نظر وزغلوو نو وبه ګورو چې دامت ستر امامان دامامت مقام ته درسېدو تر ټولو ستر لامل دخپلې مور سالمه روزنه وه، ځکه دمور غیږ داولاد لپاره لومړی روزنتون او مدرسه ده .

نو دټولنې داصلاح لپاره دمېرمنې اصلاح تر بل هرڅه اهمه او ضروري ده! ځکه دټولنې اصلاح او فساد دمېرمنې له روزنې پورې تړلې ده.

نن اسلامې ټولنه دهلاکت تر ګړنګه ځکه را ورسېده، چې دمېرمنو حقوق تر پښو لاندې شول له دوی سره د ترحم په جامه کې ظلم کیږي، او هم ورسره په ټولنه کې دافراط او تفریط چلند او معامله کیږي.

که په یوه ټولنه کې دوی ته داسلامي روزنې پرځای غربي تعلیم او روزنه ورکول کیږي، او داسې فکري روزنه ورکوي چې پرته له دغه سواد او تعلیمه نن په نړۍ کې ژوند له امکانه لرې خبر ده، که څه هم داسلام سپېڅلي احکام لکه پرده، حياء او داسې نور یې په حصول تر پښو لاندې کیږي.

په ټولنه کې دوی ته هغه دندې ورسپارل کیږي کومې چې الله جل جلاله نارینه و ته ددوی لپاره ورسپارلي.

خو بل خوا په بله ټولنه کې بیا ددوی په حق کې اسلامي روزنه، تربیت، ظرافت، پوهه او هوښیارتیا تر هر څه ستر عیب بللی شي، خصوصاً په پښتنه ټولنه کې خو دلورانو دپېر وپلور بازار ګرم دی دڅارويو په څېر بې دریغه او په پراخه پیمانه لوړه او ټیټه بیه خرڅيږي، ولور دنجونو دپلورلو لپاره یو ادبی نوم کارول کیږې .

او دنوموړې ټولنه په دې اند ده چې مېرمن باید ساده او له اسلامي تعلیماتو او روزنې په لرې واټن کې ووسي، او دا هرڅه دوی په دې خاطر کوي چې که مېرمن له اسلامي احکامو برخمنه شی! نو له خپلې پلارګنۍ به د خپل حق (میراث) غوښتنه وکړي، او دوی د لورانو او مېرمنو دحق ورکولو ته هیڅکله ندي اماده .

دغه وجه ده چې نن په ټولنه کې مېرمن دميراث له بابه په مجموعي توګه وتلې ده چې نه دې ته او نه له دې څخه میراث پاتې کیږي حتی چې له ټاکلي مهر نه هم محرومه پاتې ده مېرمن دا حق نه لري چې پخپل مهر خپلې اړتیاوې پوره او پر هغې یې مصرف او ولګوي.

نن په یاده موضوع علماء هم خاموش او ساکت پاتې دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د