په طالب مېشت سیمو کې د ورځني ژوند انځور!!!

ليکوال: غيرت درد

وخت د مازديګر وي په ځای ددې چې له خپلو ملګرو سره د تازه هوا اخيستلو لپاره په چکر لاړ شو، ټولو خلکو سترګې د آسمان په لور نيولي وي.

پاس په هوا د يرغلګرو امريکايانو قسم قسم طيارې پروازونه کوي، د هر چا په زړه کې وېره وي چې بېګاه ته به د چا په کور کربلا ورولي، د کومې مور د زړه توکړه به ورنه جدا کړي، د کوم ماشوم پلار به په مرميو غلبېل غلبېل کړي، د چا کور به د فاسفورس بمونو په لمبو کې وسوزوي، د هر ځوان، سپين ږيري، ماشوم، او ښځو په څېرو کې د وېرې آثارات له ورايه ښکاريږي.

طالبان هم له خپلو ملګرو سره داسې ملاقات او خدای په اماني کوي لکه دا یې چې وروستی ملاقات وي، له يو بل سره ټينګه ټينګه غېږه ونيسي او په خندا کې ورته ووایي که ژوند و سبا به سره ګورو.

نور دوی هم په خپلو کارونو پسې روان شي څوک ماينونه خښوي، څوک تلک جوړوي، له چا سره مېګر وي، له چا سره لين او پټاکۍ وي، له چا سره رېموټ وي، بس خپل بندګي کوښښونه يې د خپلو خلکو د دفاع لپاره شروع کړي وي، په مخابره کې تر لسو بجو پورې شورماشور وي.

وروسته له هغې فقط په مخابره کې د محمد، مصعب، انتقام، ميوند، سباوون، عبيده، امین او بعضو نورو ځيرکو طالبانو غږونه لګيږي، په مخابره کې غږ شي؛ له کابل نه د صفر يک قيطه در روانه ده پاس په آسمان کې د امريکايانو قسم قسم طيارې راپيدا شي، د طالبانو مخابرې هم اشغال کړي، بس ډب او ډومب جوړ شي د خلکو دروازې والوزي، بل ډمب شي رېنجر والوزي امريکايي الوتکې هم له بېرحمه بمباريو درېغ نکوي، د چا ورور شهيد شي، د چا زوی او د چا پلار شهيد وي، چاته لاس شاه ته واړول شي او تورې خولی ور واغوندل شي او د طالبانو په نوم بوتلل شي، د چا موټر سوی وي، د چا موټرسایکل، د چا کور وران وي د چا ګودر.

بلخوا عسکر هم د خپلو مړو ملګرو په جسدونو او اندامونو پسې ګرځي د رېنجرو ټوټې ټولوي، او د خپلو ملګرو په وير ژاړي.

پاس په هوا کې امريکايي اشغالګر ددغه دواړو لوريو ننداره کوي، يو بل ته وايي چې افغانان مو په افغانانو ووژل، د افغانانو کورونه او مالونه مو پرې لوټ کړل، کونډې او یتيمان مو پرې وکړل.

سبا سهار يو مور په خپل طالب او ملکي زوی ژاړي او بله مور پخپل عسکر زوی ژاړي، امريکايان په خپلو اډو کې بېغمه خپل عیش او نوش کوي، یو له بل سره وایي چې؛

(( افغانان څومره ويده خلک دي د يو څو افغانيو په بدل کې مو خپل افغان ورور پرې ووژلو، کورونه مو یې پرې ويجاړ کړل، په کورونو مو ور وخېژول، مالونه او وسایط مو پرې تخریب کړل، او ځانونه يې هم زموږ د امر لپاره قربان کړل))

بس نو دا زموږ ورځنی ژوند دی.
فقط د الله تعالی نه به يې اجر غواړو.

فقط دومره وايم چې د کافر له دوستۍ نه الله منع کړي یو، که څوک له کفارو سره دوستي کوي نو د دوی له ډلې څخه دي.

که چا کفار او د دوی دوستان ووژل غازي دی او که دی ووژل شو شهيد دی

ګورئ افغانانو!
خپل دښمن، د وطن دښمن او د دين دښمن وپېژنئ، سره متحد شئ،

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د