دروغ مه وایه مسلمانه وروره! – اوله برخه

(لیکونکې او راټولوونکې عبدالله حېران احمدزی )

الله تعالی په قران کریم کې د دروغجنانو په اړه فرمایلي دي:

فَنَجْعَل لَّعْنَتَ اللَّهِ عَلَى الْكٰذِبِينَ

چي كه هر څوك درواغجن وي، پر هغه دي د خداى لعنت وي.” (سورت ال عمران:۶۱ )

په بل ایت کې فرمایلي دي: قُتِلَ الْخَرّٰصُونَ

په اټكل او ګومان سره درواغ ويونكي ووژل شول (لعنت کړل شوي دي)؛ (سورت الذاریات:۱۰)

همدا ډول په بل ایت کې فرمایلي دي:

إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِى مَنْ هُوَ مُسْرِفٌ كَذَّابٌ

الله داسي يو چا ته هدايت نه كوي چي له حده تېرېدونكى او ډېر درواغجن وي. (سورت المومن غافر:۲۸)

ابن مسعود رضي الله عنه وایی پیغمبرﷺوویل: ( ان الصدق یهدی الی البر وان البر یهدی الی الجنه، وما یزال الرجل مصدق، ویتحری الصدق، ختی یکتب عندالله صدیقًا وان الکذاب یهدی الی الفجور وان الفجور یهدی الی النار وما یزال الرجل یکذب ویتحری الکذب حتی یکتب عندالله کذابًا)

ژباړه؛ یقیناً رښتیا نیکۍ ته لارښوونه کوي او نیکۍ جنت ته لارښوونه کوي کوم کس چې رښتیا او د رښتیا فکر کوي (هغه کس) خدای تعالی ته هم رښتینی لیکل(پېژندل) کیږي یقیناً دروغ ګناهونو ته لارښوونه کوي او ګناهونه دوزخ ته لارښوونه کوي کوم کس چې دروغ وایی او یا فکر کوي (هغه کس) خدای تعالی ته هم دروغجن لیکل(پېژندل)کیږي (الصحیحین)

پیغمبر (ﷺ) بل حدیث کې فرمایلي دي:

عن عبدالله بن عمرو، ان رجلا جاء إلی النبي لم ﷺ فقال: یا رسول الله ما عمل الجنة؟ قال: “الصدق، وإذا صدق العبد بر ، امن، وإذا آمن (۱) دخل الجنة ” قال: یا رسول الله، ما عمل النار؟ قال: الکذاب إذا کذاب العبد (۲) فجر، وإاذ فجر کفر، وإذا کفر دخل یعني النار”

ژباړه:

له عبدالله بن عمرو رضي الله عنهم نه نقل دي،چې نبي (ﷺ) ته یو سړي وویل: ای د الله تعالی رسوله (ﷺ)!!
د جنت عمل څه شی دی؟

نبي (ﷺ) ورته وفرمایل: رښتیا ویل د جنت عمل دی، کله چې یو بنده رښتیا وایي، نیکي کوي او کله چې نیکي کوي ایمان یې پوره کیږي او کله چې یې ایمان پوره شي جنت ته داخلیږي

نبي (ﷺ) ورته وفرمایل: دروغ ویل (د اور عمل دی) ځکه کله چې بنده دروغ وایي: کناه کوي او کله چې ګناه وکړي کفر ته راښکل کیږي او کله چې کفر ته راښکل شي، اورته داخلیږي ( مسند احمدالرسالة۱۱ ۲۱۶)
همدارنګه.

پیغمبر ﷺ فرمایلي: دي: ایة المنافق ثلاث وان صلی وصام وزعم انه مسلم: اذا حدث کذب، واذاو عداخلف ،واذاوتمن خان.

ژباړه:

د منافق درې نښې دي اګر که دی لمونځ کوي، روژه نیسي او کمان کوي چې زه مسلمان یم: کله چې خبرې کوي دروغ وایي.کله چې ژمنه (وعده) وکړي وفا پرې نه کوي او کله چې امانت وروسپارل شي خیانت په کې کوي (من حدیث ابی هریره)

پیغمبر ﷺ همدا ډول په بل حدیث کې فرمایلي دي: اربع من کن فیه کان منافقاً خالصاً ، ومن کانت فیه خصلته منها کان فیه خصلته من النفاق حتش یدعها: اذا اوتمن خان، واذا حدث ګذب، واذا عاهد عذر، واذا خاصم فجر .

ژباړه:

دا څلور خویونه چې په چا کې وي هغه منافق دی او په چا کې کې یې چې یو خوی وي هغه کې د منافقت یو خوی دی تر هغه پورې چې پرېښودلی یې نه وي: کله چې امانت وروسپارل شي خیانت په کې کوي، کله چې خبرې کوي دروغ وایي،کله چې ژمنه وکړي وفا په نه کوي او کله چې یې جنګ کوي کنځلې نه کوي.

بل ځای پیغمبر ﷺ فرمایلي دي:

درې کسان دي، چې دقیامت پر ورځ ورته الله تعالی د رحمت په نظر نه ګوري: او نه به ورسره خبرې کوي نه به یې احساب پاکوي او دوی لپاره دردونکی غذاب دی

اول: زناګار بوډا ،دوهم: دروغجن پاچا، درییم : کبرجن غریب (رواه مسلم)

او په بل حدیث کې یې داسې فرمایلي دي: ایا کم والظن، فان الظن اکذب الحدیث

ژباړه:

د ګمان څخه ځانونه وساتئ ځکه چې کمان کول لوی دروغ دي( متفق علیه من حدیث ابی هریره اهـــ مشکاة)

او همدارنګه یې یو بل حدیث کې فرمایلي دي: ویل للذي یحدث بالحدیث لیضحك به الناس فیکذب ویل له ویل له

ژباړه:

د هغه کس لپاره عذاب دی چې د خلکو دخندولو لپاره دروغ وایي د ده لپاره عذاب دی، دده لپاره عذاب دی، دده لپاره عذاب دی ( رواه احمد…….)

د دې څخه لوی قسم دا دی چې خدای تعالی په قرانکریم کې ویلي دي:

وَيَحْلِفُونَ عَلَى الْكَذِبِ وَهُمْ يَعْلَمُونَ

ژباړه: دوی په دروغو قسمونه کوي او حال دا چې دوی پوهیږي . سورت المجادلة :۲۴

او همدارنګه پیغمبر ﷺ فرمایلي دي: کبرت الخیانة ان تحدث اخاك حدیثاً هو لك به مصدق وانت له به کاذب

ژباړه:

لوی خیانت دا دی چې یو ورور ته دي د دروغو خبره وکړې او هغه یې پخلۍ وکړي.

نور بیاــــــ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د