یوه خوشحاله بله خپه

ابو مصطفی بدري

د دوه میرمنو خاوند و ،هغه په خپل ژوند کې له میرمنو سره ښه چلند کاوه او دواړو ته یې په یوه سترګه کتل؛ نو د ژوند په تیریدو سره داسې یو تقدیري پیښه رامنځته شوه چې داوړه میرمنې یې په یو وخت کې مړې شوې
خاوند یې له ځان سره داسې هوډ وکړ ،چې وروسته له مرګه به هم ورسره يو رنګ رویه کوم چې کله یې د غسل (منځلو)وخت راغی حیران شو که یوه ړومبی کوم او بله روستۍ دا هم بې انصافي ده داسې لاره یې غوره کړه چې دواړه یې په یو وخت کې ومینځلې نو کله یې د خښولو وخت رانږدې شو نو غوښتل یې چې دواړه له یوې دروازې په یو وخت کې وباسي،

ځکه که یوه ړومبی کوي او بله وروسته کوي دا هم بې عدلي ده؛ نو فکر یې له ځان سره وکړ او امر یې صادر کړ چې دویمه دروازه جوړه کړئ چې کله یې دفن (خښې) کړې چې شپې خوب ګوري او هغه یوه میرمن ترې خورا زیاته ګیله منه وه ترې ویـپوښتل ولې داسې خپه او ګیلمن ښکارې ما خو له تاسو دواړو سره ډیر ښه چلند او عدل کاوه چې آن وروسته له مرګه مې هم عدل وکړ،

هغه یادې ښځې ورته وویل: زه ځکه درنه ګیلمنه یم هغه بله دې په نوې دروازه او ځه دې په زړه دروازه راوباسلم.

په پورتنی کیسه کې که څه هم نا امیدي لیدل کیږي خو هر مسلمان ته په کار دي چې دخدای لپاره له خپلو میرمنو سره ښه رویه وکړي.