دیني، سیرت او تاریخ

فکری جګړه / شپږمه برخه

هر هغه څوک چې د دین په خلاف د کافرانو په صف کې ولاړوي هغه مرتد دی او له دینه وتلي دی که هغه ځانته مرتد وايی او که نه وايي، نه دي بیا ځانته مجاهد ، نه دي د جهاد دعوه کوي او نه دي بیا  په پارلمان کي د مجاهدینو د تشکیل خبري کوي او نه دي مجاهدینو په نوم خیرات غواړي دا ځکه چي د الله فرمان دی:

” فَأُولَئِكَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ “

 دا د الله وینا ده چي تغیر او تبدیل نه مني او نه  دا د روزمود کوم  فیشن دي چې هره ورځ به خپل  ځان ته یو قسم رنګ خوښوي او هغه به تا ته ثابتوي، بلکي د مجاهدینونوم اوجهادنوم د کفارو دوستي سره او دهغوي سره په همکارۍ کي انسان له ایمان نه  ووځي.

داسي کیدایشي چې هم دي د صلیب غلام او هم مجاهد يي یا داچې هم د یهودو او نصاراوو دوست يي او هم د جهاد رهبر؟ بلکي د جهاد او د صلیب دوستي په منځ کې تناقض دی یا به مجاهد يي او یا به د صلیب دوست او غلام او دا دواړه سره جمع کیدلي نشي ځکه چې جهاد د عقیدي اوعمل نوم دی جهاد خو د کفرپه خلاف  د جنګیدلواو اعلاء کلمة الله نوم دی ،جهاد خو عبادت دی که یي څوک کوي هغه مجاهد دی او که یي نه کوي مجاهد نه دی دا څنګه کیدایشي چې یو سړي د یهودو او نصاراؤ غلام،ډیموکراسۍ غوښتونکۍ او د لیبرالیزم پلوي وي او د خداي  ﷻ  دنظام او حاکمیت پرځاي د خپل وضعي قوانین او د غرب نه راغلي نوی دین چې د غربیانو ډیموکراسي ده د خدای په قانون غوره ګڼل او دین د سیاست نه جداکول يي مرام وي بیا دي هغه هم مجاهد وي؟ مسلمان هیڅ کله هم نشي کیدلي ځکه چې د مسلمان او ډیموکراټ،د اسلام او ډیموکراسۍ او د مجاهد او ډيموکراټ په منځ کي تناقض او تضاد دی که مسلمان وي ډیموکراټ به نه وي او ډیموکراټ وی نو مسلمان او مجاهد به نه وي،اور او اوبه سره هیڅ کله هم نشي جمع کیدلي.

دا چي مونږ د فکري جګړي په بیان کي یو نو د فکري جګړي دمقاومت لپاره دوه شیانو ته ضرورت دی او د دغو دوه شیانو پژندل ضروري دي که چیری دا دوه اصول ونه پژني نو هسي بي هدفه  به روان یي.( سترګي يي پټی کړي او هوايي ډزی به کوي)

نو د دي دوو شیانو پژندل ضروری دي

الف ـ خپل فکر پژندل    ب ـ د دښمن فکر پژندل

الف:د خپل فکر پژندل او د خپل فکر منابع پیژندل او دهغه مصادر او مشخصات او همدارنګه د خپل فکر تاریچه پژندل که چیرته دا ونه پیژندل شي نو بیا به د پردي په آس سپوريي  او وايي په چې زه کور ته ځم هغه به تا کورته نه رسوي هغه تا بل ځای ته رسوي لکه څرنګه چې دفارسی یو ادیب وايي:

گمان نبرم ای اعرابی که رسي به کعبه   این ره که تو میروی به ترکستان است

خپل فکر پیژندل یو شی دی او د دښمن فکر په دقیق ډول بل شی دی که د دواړه په دقیق ډول ونه پیژندل شي نو بیا التباس او احتیاط راځي ډیر ځلي به بیا د دښمن فکر خپل شوي وي او د هغه لپاره به قرباني ورکول کیږي او فکر به نه وي معلوم لکه نن سبا چي اکثر مسلمانان خاص او عوام د دښمن دفکر ښکارشوي دي او د اسلامي امت اتفاق ، اتحاد اخوت او ورورولي په نفاق او احتراز بدله کړي ده چي د ایو مهم هدف او فکر د دښمن دی او د دي لپاره بعضي ناپوه مسلمانان په بعض جزئ مسائلو چې د استحبابو مرتبه هم نه لري کوښښ کوي چې د مسلمانانو اتحاد او اتفاق چي یو مهم هدف دی له منځه وړي او په ځاي د اتفاق چې الهی فریضه او حکم دی نفاق او اختلاف چي د دښمن فکر او هدف دی خپروي د دښمن یعنی د یهودو او نصاراؤ د تفکر د ترویج کوښښ کوي او د خپل فکر او هدف چي د مسلمانانو تفرقه ته لمن وهی .

نو فکر او هدف پیژندل یو ډیر ضروري کار دی او بیا د فکر په رڼا کې د دښمن فکر پیژندل  ځکه که چیرته د خپل فکر په رڼا کې د دښمن فکر پیژندګلوۍ ونکړو په نا آګاه ډول باندي په دښمن د فکر لپاره قربانی ورکوو لکه څرنګه چې دښمن وايي که څوک د چا په باره کي فکرکوي او دی له خپل فکر نه ځان خلاص کړي بیا دی د بل چا په هکله فکر وکړي او په آزادانه ډول د بل چا فکر مطالعه کړي دا یوه لویدلي نظریه ده ځکه چې دا وايی چې سترګي دي لنډي کړه اووباسه او بیا ما ته ګوره او ځکه تا پیژني او دوي پيژندل کیږي …نو دوي بايد د قرآن په رڼا کې وپیژندل شي او آسمانی رڼاپه وړانګو باید ورته وکتل شي او د نبوي ارشاداتو په رڼا کې دوي مطالعه شي ځکه آسماني قانون او نبوي ارشادات د هیچا په حق کي ظلم نکوي او نه د چا حق د پښو لاندي کوي ځکه الله  ﷻ  فرمايي چې:

” ولا يجرمنكم شنآن قوم على ألا تعدلوا  الآيه” سورة المائدة

 قرآن کریم د بی عدالتۍ ،افراط او تفریط نه انسانان منع کړي دي.

 د بل چا فکر به د خپل فکر په رڼا کي مطالعه کیږي د ا یو کفری نظریه ده چې دوي یعنی کفار يي د مسلمانانو په منځ کي رائج کوي.او وایي چي د بل چا په هکله که فکر کیږي باید د خپل دفکر نه ځان خالي کړل شي او بیطرفانه فکر دی وکړل شي یعنی قرآن دي پریښودل شي او نبوي ارشادات دي ترک کړل شي او دا تصور د ذهن نه لري کړل شي چې دا حلال او حرام دي د هغي نه وروسته بیا نظریه د غیر او د بل چا مطالعه کړه دغه خبره ده چې دوي غواړي چې د مسلمانانو نه د بنایي قوت واخلي او لونډ اوسي او بیا لونډ ته وايي دا شی سپين دی ،پاک دی نو هغه خود ورته وايي هو همداسي ده.

نو باید دا فکرونه ونه  مني دا خپل فکر نه دی، دخپل فکر په رڼا کي به  دښمن پيژنی او بیا به سمه لاره پیداکوي او که داسي نه وي نو بیا د اختلاط د مفاهیمو راځي او د خپل فکر او د پردي فکر او نظر به را نه ګډ شي لکه په موجوده وخت کي چي د کفر او نړیوال صهیونیزم افکار او نظریات د مسلمانانو د حل لاري تعبیریږي تلبیس اعق با الباطل کوي په تلویزونونو او راډیوګانو ته به ولاړوي او وايي به چې الصلح خیر…

 په سترګو لونډ شي دغه صلح نه خو مراد هغه صلح د خاوند او ښځي تر منځ ده یعنی د دوو مسلمان نر او ښځه ده چې د خپل کور کې يي په څه مسئله باندي اختلاف او جنجال وي او په مزاج کي اختلاف وي او کورنی نظام يي خراب کیږي او یو د بل رازونه افشاء کوي نو الله  ﷻ  فرمايي والصلح خیر بیا صلحه بهتر ده دا خو الله  ﷻ  ندي فرمائلي چې د یهودو او نصاراؤ سره صلحه خیر د مسیحیانو سره والصلح خیر ده دا ځکه چې اختلاط د مفاهیمو راغلي او دا یو فرمائیشی فکر دی چې د یهودو له خوا وړاندي شوی دی د حق اود باطل د امتزاج او اختلاف په خاطرحق هیڅ کله د باطل سره نه یو ځاي کیږي اسلام هیڅ کله د کفر او صلیب سره روغه او جوړه نه لري او مسلمان هم نن ورځ د ډیموکراسي سره چې نوی او جدید دین د اروپا  او امریکا دی او یهودیت او مسیحیت دی نه روغه او جوړښت لري او او نه د مسلمان له خولي ډیموکراسي تعبیریدلی شي ځکه چې د انسان له لپاره یو زړه دی دوه زړونه انسان نه لری چې په یوه  زړه کي دي اسلام او بل زړه کي دي ډیموکراسي وساتي ،الله  ﷻ  فرمايي:

 “ما جعل الله لرجل من قلبين في جوفه  الآيه”

 دا د الله  ﷻ  فیصله ده چې په زړه کي او سینه کي به یو شی وي یا به اسلام او یا به ډیموکراسیۍ چي د کفر مرادفه ده بیرته خپلي اصلي مسئله ته راګرځو چې د فکري جګړي د مقاومت لپاره دوو اصولو ته ضرورت دی یو د خپل فکر او بل د دښمن فکر پیژندل په کار دي او د خپل فکر دپيژندلو لپاره د خپل دفکر اصلي منابع پيژندل ضروری دي پدي معني چې خپل فکر به د اصلي منابعو څخه  اخلي او هغه به د پردیو سرچینو نه به يي نه اخلي کوم چې نور مفاهیم پکي ګډ شوي دي، اصلي سرچینو او منابعو ته به ورځي .

د اسلامي فکر اصلي منبع قرآن دی او د الله د رسول  ﷺ  ارشادات او د هغه  ﷺ  سیرت دی او د اسلامي فکر منبع د صحابوؤ کرامو د ژوند مرحله ده،هغه زمانه ده چې پکې اوسیدلی دي او په هغه زمانه کې دوست او دښمن څوک وه؟ د دوست او د دښمن د پيژندلو اصول او معیارونه څه شی وه ،په هغه  وخت کې قرآن خلکو څرنګه قبول کړی وه او څرنګه يي تطبیق کړي وه نو د فکر سرچیني ته به ورځي که سرچیني ته ورنشي نو د خپل اسلامي فکر به بل ځاي کي ګوري خامخا په هغه کي کدورت او خړوالی وي او په هغه کي به اختلاف د مفاهیمو وي .

نور بیا…

د سوچه اسلامي نظام په هیله

محمد ادریس

ددې لیکني پنځمه برخه په لاندي ادرس ده:

http://nunn.asia/index.php/leekani/deen/11461

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x