مسؤل په ټولنه کې!!!

ترتیب: الهام بدري

هغه تاریخي لیکنه چې ابوطیب طاهر بن الحسين رحمه الله کړي او نامتو مورخ علامه ابن خلدون رحمه الله پرې تقریظ او خلیفه مامون الرشید رحمه الله يې انتخاب کړی:

(۱) الله جل جلاله دخپل بندګانو رعیت داري چارې تاته درسپارلي، او پرتا یې عدل اوانصاف واجب ګرځولی دهغوی حقوق هغوی ته سپارل یې پرتا حتمي کړي دي.

(۲) دخلکو دغزتونو، مرتبو او سرونو تحفظ هم تاسره اړه لري چې په خپلو هڅو سره به هغوی ته ډاډمنه دامن فضا برابروې هغوی ته به دراحت اسباب مهیا کوې.

(۳) الله جل جلاله چې څه پر تالازم کړي، په هغې کې غفلت مه کوه؛ ځکه الله جل جلاله غفلت نه خوښوي او هم به دغفلت پوښتنه درڅخه وکړي؛

ځکه الله جل جلاله پرتا او ستا په تمامو کړنو علم لري.

(۴) تاته الله جل جلاله داسې مقام درکړي چې که ته کومه ښېګڼه وکړې تاته پرې ثواب درکوي که هغه داسې عمل وي چې اوس یې وکړې او ثواب یې ترځانه مخکې ولېږې او که داسې یو عمل وی چې ته یې سبب شې خلک یې ستا تر مرګ روسته کوي او ثوابونه به یې بیا له مرګه روسته درسیږي.

(۵) خپل مسؤلیت چې درسپارل شوی، دهغې لپاره خپل فهم فارغ او عقل وکاروه او په سترګو ورته ښه ځیر شه، ګوره!

چې له دې مهمو چارو څخه دې څوک او څه شی مصروف نه کړي؛

ځکه داټولې هغه چارې او مسائل دي چې ستا دژوند نېکمرغي اوبد مرغي ورپورې تړاو لري.

(۶) هر څه درسول الله صلی الله علیه وسلم په پيروۍ کې ترسره کوه او کوښښ وکړه چې دهغه مبارک خویونه په ځان کې پیداکړې،

(۷) له عدل څخه اخوا دېخوا مه کیږه داسې نه چې دخپل خوهش، خپلولي او انډيوالانو له امله دعدل په پلي کولو کې درڅخه تقصیر وشي

(۸) له فقاهت، فقهاوو، او ددین له عالمانو سره منې او ملګرتیاته ترجیح ورکوه؛ ځکه انسان په علم اوفقاهت ترهرڅه ښه مزین کیږي

(۹) پرټولو کارونو کې میانه روي کوه تر میانه روی هیڅ شی هم زیات ګټور او بافضیلته نشته ځکه میانه روي سړی هدایت ته کشوي.

(۱۰) داخرت، داجرا، صالحه اعمالو، په لټه کې لټي مه کوه
کومې نېکي او کوم کوښښونه دالله تعالی درضاء لپاره وي ډېر لوړ مراتب ورباندې مرتب کیږي.