افغانستان

غزني: په جګړه کې ښکېلې غاړې يو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د غزني ولايتي چارواکي وايي، په اندړ او ده يک ولسواليو کې يې د عملياتو پر مهال طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې خو طالبان بيا دولتي سرتيرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري رسنيو ته ويلي، له تېرو څو ورځو راهيسې د دولتي ځواکونو له لوري په مرکز، اندړ او ده يک ولسواليو کې عملیات پيل شوي، چې د تېرو څلرويشت ساعتونو په موده کې ګڼو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړی وايي، د ده يک ولسوالۍ مربوط “ده يک، مهتر، ذاکرکلا، پايلوچ او کندور” کليو کې د عملياتو پر مهال شپږ طالبان وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.

د نوري په وينا، په عملياتو کې د طالبانو د وسلو او چاودېدونکو توکو دوه زيرمتونونه کشف او له منځه وړل شوي دي.

نوموړی يواځې د څلرويشت ساعتونو په تېره موده کې د نښتو پر مهال د نهه سرتيرو د ټپي کېدو خبر ورکړی خو زياتوي چې د عملياتو له پيل راهيسې تر دې دمه درويشت تنو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

له بله پلوه طالبانو هم په دغې نښتو کې دولتي سرتيرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې.

د طالبانو له لوري نن ټکی اسيا ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې سيمې ته په راغلې عملياتي قوه او سپيشل فورس عسکرو يې د ليزري او درنو وسلو بريدونه کړي، په ترڅ کې يې يو ټانګ ويجاړ، اته عسکر وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.

طالبان وايي، د چارواکو هغه ادعا حقيقت نه لري چې ګنې دوی دې د طالبانو د وسلو زيرمې ترلاسه کړې وي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکلي: چې نن يې په ده يک ولسوالۍ کې د عسکرو د انتقال پر يوه لوی موټر چاودنه کړې او د څلورو عسکرو د وژل کېدو سربيره اووه تنه نور پکې ټپيان شوي هم دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x