fbpx

نبیل ولي ممنوع الخروج اعلان شو؟!

نن ټکی اسیا ـ سرمقاله : د خبري رسنیو د خبر په حواله ویل کیږي چې رحمت الله نبیل په امریکا کې بند پاتې دی او حکومتي چارواکي یې افغانستان ته د راګرځیدو مخنیوی کوي.

که څه هم د ملي محور ګوند د خپلې رسمي اعلامیه له مخې امریکا ته د ښاغلي نبیل تبعید ، تکذیب کړې خو دا یې منلي چې نوموړی د امنیتي مقاماتو په دستور له هیواده ممنوع الخروج اعلان شوی دی .

انجنیر رحمت الله نبیل په تیرو ۱۷ کلونو کې د کابل حکومت په مهمو امنیتي دندو پاتې شوی او د مریکا او انګلیس د اعتماد وړ سړی بلل کیږي.

د جانګري تر وصایت لاندې جوړ شوي ګډ حکومت کې نبیل هغه څوک و چې د امریکايي او انګلیسي استخباراتو په امر او توافق د امنیت ملي د مسؤل په حیث په خپلې دندې پاتې کړی شو.

ښاغلی نبیل سره له دې چې په مسلکي لحاظ ساختماني انجنیر دی خو د امریکایانو ترحمایت لاندې حکومت کې یې ټول فعالیتونه په امنیتي برخه کې کړي دي.

نوموړي په ۲۰۰۳ کال کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د محافظت اداره (PPS) تأسیس کړه او مسؤلیت یې هم د ده پرغاړه وه.

همدا راز ښاغلی نبیل تر دولتي دندې وړاندې د ملګرو ملتونو له سازمان سره د مهاجرینو په برخه کې کار کړی دی .

د کابل حکومت په حکومت کې لوړې امنیتي دندې یواځې هغو کسانو ته سپارل کیږي چې له امریکايي چارواکو سره قبلي تعارف ولري او هغوي ته قابل اعتماد وي.

ښاغلی نبیل که څه هم چې اوس مهال له حکومته بهر دی خو د امریکایانو له لوري دومرې صلاحیت لري چې د اشرف غني د ممنوع الخروجي مقابله پري وکړي.

د اشرف غني په مشرۍ ګډ حکومت د امریکایانو په دستور دومره کمزوری شوی چې کم ترکمه د خپل یوه معزول مامور د ممنوع الخروجې مخه هم نشي نیولای ، یاد حکومت چې له بهره د طالبانو تر ځپونکو بریدونو لاندې دی ، له دننه د سختو داخلي اختلافاتو ښکار دی .

د بلخ متنازع والي او د کندهار امنیه قومندان د دولت په تشکیل کې هغه باغي مخالفین دي چې د ولسمشر په توګه د ښاغلی غني امر نه ورباندې چلیږي.

جنرال دوستم له تُرکیې څخه د اشرف غني خلاف بغاوت رهبري کوي او د دولتي دندې له تعلیق سره سره ځان د اشرف غني لومړی مرستیال بولي.

پر جنرال دوستم ، جنرال عطاء او جنرال رازق سربیره ښاغلی نبیل یوه بله مُهره ده چې په بهر کې د واشنګټن پر محور چورلیږي او له مریکایانو څخه ترغني وروسته د کابل د واک ور سپارلو خوبونه ویني.

دا به وروسته مالومیږي چې د امریکایانو پیرزوینه پرنبيل او که پرغني باندې کیږي ، دم ګړۍ خو یې جنرال نیکلسن هم په کابل کې له اوسیدلو څخه ناخوښ او د ناټوله قومنداني د امریکا تر سفارته پلي تګ ته زړه نشي ټینګولای.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د