نړۍ

نيجل کيترون: ورکه شوې ماليزيايي الوتکه د امريکا او تايلينډ د فوځي تمريناتو پر مهال راغورځول شوې

لندن (20 مۍ) بريتانوي ليکوال نيجل کيترون وايي چې د ماليزيا د هوايي کرښې اېم اېچ ۳۷۰ الوتکه د امريکا او تايلينډ د فوځي تمريناتو پر مهال راغورځول شوې، الوتکه هغه مهال راوغورځول شوه چې له هوايي ټرافيک يې د لنډ مهال لپاره اړيکې پرې شوې.

نيجل کيترون زياتوي کله چې د مارچ په ۸ نېټه د پلازمېنې کوالمپور څخه بېچينګ ته له الوتنې وروسته لا درکه شوه، د هند په سمندر کې د الوتکې د پاتې شونو د پيداکولو لپاره ډېرې پلټنې وشوې؛

خو دا د الوتکې د پاتې شونو اصلي ځای نه دی، د الوتکې پاتې شوني پټ کړل شوي دي. په الوتکه کې سپاره ټول ۲۳۹  مسافر د الوتکې له راغورځېدلو وروسته مړه شوي دي.

 د مارچ په ۸ نېټه د الوتکې له ورکېدو وروسته تر دې مهال د نړۍد ډېرو هېوادونو پوهانو د الوتکې د پاتې شونو د پيداکولو لپاره ډول ډول لارې په کار واچولې؛ خو تر اوسه د الوتکي پاتې شوني نه دي پيدا شوي.
 
جمعه خان نائل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x