کندهار ته!

راز خوږياڼی

کندهاره! یاره بیا په ویر اخته شوې
کندهاره! یــاره لاړې لـولـپه شوې

کندهاره! جنازې درکې پرتې دي
کندهاره! یاره سمه هدیره شوې

کندهاره! خپل ښایست دې درته اور شو
کندهاره! یاره ړنګ دې په جامه شوې

کندهاره! د پردیو خلکو جنګ دی
کندهاره! په پردي اور کې لمبه شوې

کندهاره! د میوند پرتم دې څه شو
کندهاره! یوه هیره افسانه شوې

کندهاره! ملالۍ او ایوب نشته
کندهاره! ځکه ته رانه خفه شوې

کندهاره! ته خو کور وې د خوښیو
کندهاره! یاره څنګه ویر کده شوې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د