fbpx

سوات کې چاودنې يوولس پاکستاني پوځيان وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل):  د پاکستان پوځ مطبوعاتي دفتر وايي، چې د خیبر پښتونخوا د سوات ولسوالۍ په کبل سيمه کې د پوځ پر يوه مرکز چاودنې د يوه افسر په ګډون يوولس پوځيان وژلي او ديارلس نور يې ټپيان کړي دي.

د پاکستان پوځ د مطبوعاتي دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا چاودنه د پوځي مرکز په لوبغالي کې شوې ده.

د پوځ وياند تورنجنرال اصف غفور ويلي، چې په دغه بريد کې د جهانزيب په نوم د يوه جګړن په ګډون يوولس پوځيان وژل شوي او ديارلس نور ټپيان دي.

د دغه بريد مسؤوليت پاکستاني طالبانو منلی دی.

د کبل سيمې پوليسو ویلي، چې د پېښې قربانيان يې د سوات مرکز سيدو شریف روغتون ته لېږدولي او په عين حال کې پوځيانو په سيمه کې د مشکوکو کسانو پر ضد چاڼيز عمليات هم پيل کړي دي.

له پېښې وروسته اسلام اباد او پېښور ته تلونکې لارې هم تړل شوي او له سواته تلونکي او راتلونکي مسافر له ستونزو سره مخ دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د