نظــر

ولسمشر غني بیا نا پړیته وکړه

احمد مختار

د ګډ حکومت مشر ښاغلي اشرف غني د سولې عالي شوری غړیو ته په وینا کې ویلي چې د ده برخه حکومت سولې ته قوي اراده لري ، اما وسله وال مخالفین هڅه کوي چې د سولې پروسه سبوتاژ کړي.

ولسمشر مشر غني په داسې حال کې چې یوځل بیا يي د سولې په اړه مبارک قرآني آیت غلط تلفظ کړ د سولې شوری غړیو ته اوږده بیانیه ایراد کړه .

ښاغلي غني تر سلام وروسته سمدستي د ((سولُّ خیرْ)) ( والصلح خیر ) په لوستلو سره خپله ۴۱ دقیقه یي وینا پیل کړه.

د ولسمشر د لومړي صف په مخاطبینو کې د شرعیاتو پوهاند ښاغلی استاد نعمت الله شهراني، مولوي عطاء الله لودین، قاضي محمد امین وقاد ، حاجي دین محمد او نور ډیر د شرعي علومو استادان موجود وو ، خو یوه هم ورته د آیت کریمه د ناسم تلفظ د تصحیح کولو جرئت ونه کړای شو.

ښاغلی غني د سولې په اړه وینا کې زړه نا زړه مالومیده ، ځکه هغه خبرې یې هیرې وي چې تیره اونۍ د ټرمپ د مقاطعي تراعلان وروسته د ده ویاند شاه حسین مرتضوي د یوې رسمي اعلامیې په ترڅ کې کړې وي.

مرتضوي د اشرف غني له خولې څخه په نشر کړې اعلامیې کې داسې ویلي و: ((طالبان له سرې کرښې تېر شوي او تر دې وروسته به مونږ سوله د جګړې له لارې تر لاسه کوو)) معنی دا چې د دوي خبره اصلا د ټرمپ د جګړه ییزې وینا تعبیر و چې ویل یې مونږ نور د سولې په اړه له طالبانو سره هیڅ خبرې نه کوو.

نن چې بیا ښاغلي غني په خپلو خبرو کې د جګړې په ځای ډیر ترکیز په سوله کاوه له دې څخه ښکاری چې له نوموړي څخه اصلا د سولې او جګړې ترمنځ توپیر ورک دی او دا چې صلاحیت د هیڅ هم نه لري نو ځکه په یوه اونۍ کې د یوې موضوع په اړه دوه ډوله موقف ګیري کوي.

له طالبانو سر د سولې او جګړې په اړه د ټرمپ تر وروستي اعلان وروسته په افغانستان کې د سولې او جګړې په اړه د ګډ حکومت صلاحیت او ظرفیت هرچا ته ښه څرګند شو.

اوس هم چې کله ښاغلی غني د سولې له عالي شورای سره د سولې په خبرولګیا و، د هیواد په ډیرو سیمو خاصتا کندهار ولایت کې د ده د حکومت بهرني حامیان (امریکایان) د کلیوالو خلاف په یوه جګړه ییزماموریت بوخت وو چې په ترڅ کې یې په لسګونو بیدفاع کلیوال شهیدان او اسیران شول.

خو ولسمشر چې نه په شرعي لحاظ د سولې په اړه قراني ایت سم تلاوت کولی شي ، او نه هم د جګړې په ډګر کې امریکايي یرغلګر د بیوزله کلیوالو له وژلو راګرځولی شي لګیا دی څه کم یو ساعت د سولې عالي شورا غړیو ته د سولې په اړه فلسفي لیکچر ورکوي .

همدا دی د غرب په لویدلي قاموس کې د مفکرتوب څرګند تعبیر…

په لاندې لینک کې د ښاغلی غني لخوا د آیت کریمه ناسم تلفظ اوریدلی شئ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x