افغانستان

قاري احمدي په فاریاب کې د دوی پر ضد د نورو طالبانو د پاڅون ګنګوسې رد کړې

نن ټکی آسیا: د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په یوه خبرپاڼه کې هغه ادعاګانې په ټېڼګه رد کړې، چې ګواکې په فاریاب کې د دوی په ضد ځینو نورو طالبانو بغاوت او قیام کړی .

ښاغلي احمدي نن ټکي آسیا ته په را استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې په فاریاب کې د اغاجان معتصم، اکبر اغا او یا هم منصور دادالله د ډلې په نامه هېڅوک د ددوی پر ضد نه دي راپورته شوي.

نوموړي په خبرپاڼه کې داسې کسان چې راپور یې یوه خبري اژانس خپور کړی، د پژواک طالبان بللي.

د قاري احمدي په خبره، په دې وروستیو کې د پژواک خبري اژانس په شمول ځينې رسنۍ د دولتي چارواکو په غوښتنه د ځینو سرچېنو له خولې په دوی پسې تبلیغات پيل کړي.

نوموړی وايي  : « دپژواک خبري آژانس دځینو نورو هغو په څیر له څه وخته را پدیخوا هغه څه وایي چي چایې تر دا وخته نوم هم نوي اوریدلی او دخبر حواله پر ( سرچینه ) ور کوي موږ نه پوهیږو چي له سر چینې نه ددوی هدف څه دۍ
دې پاڼې دسر چینې په حواله او د دولتي چار واکوپه تائید یو ځل بیا یو داسي خبر خپور کړ چي ګواکي دفاریاب په ولایت کي داسي طالبان پیداشوي چي داسلامي امارت دطالبانو په وړاندې یې قیام کړی او تعداد یې 20 تنو ته رسیږي.
د پژواک په وینا چي دا طالبان یا د معتصم اغاجان او یا هم داکبر اغا، منصور دادالله حقاني صاحب ،خلک دي او ددې خبر حواله بیا پر هغه چا ور کوي چي دوی نه غواړي چي نوم یې واخلي.
نتیجه داشوه چي نه طالبان معلوم دي نه یې مشر او نه یې او نه هغه څوک چي داخبر یې ور کړی !!»  

ښاغلی احمدي دا مني چې په فاریاب کې ځينې غله او د ده په خبره بدمعاشان ، چې شمېر یې ۱۸ تنو ته رسېده، ګرځېدل. خو زیاتوي چې د دوی سیمه یېز مسؤلین وتوانېدل، چې یاد غله او خپلسري ټوپکیان وپېژني او پر ضد یې اقدام وکړي.

دی وايي، چې د دې ۱۸ کسانو له ډلې څلور د دوی د ملګرو له لورې ووژل شول، ۷ تنه حکومت ته تسلیم او ۷ نور په تېښته بریالي شوي، چې دا مهال د دوی تر جدي تعقیب لاندې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x