
سوریه: د روسیې یوه جیټ الوتکه را غورځول شوې / ویډیو
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د روسیې یوه جیټ الوتکه د سوریې په ادلیب ښار کې د حکومت د مخالفو وسلوالو په ډزو لګېدلې او پر ځمکه را غورځېدلې ده.
د روسیې دفاع وزارت د پيښې تایید کړی دی او په ټولنیزو پاڼو کې د خپرو شویو ویډیوګانو څخه ښکاري چې الوتکې په سیمه کې بمبارۍ کوله چې د وسلوالو مقاومت کوونکو په ډزو ولګېده او را وغورځېده.
د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د الوتکې نوعیت (su-25) ده چې د روسیې یوه د پرمختللیو جنګي جیټ الوتکو څخه شمېرل کیږي.
که څه هم د الوتکې د لګېدو وروسته په یوه ویډیو کې ښکاري چې پیلوټ د پراشوټ په واسطه غورځېدلی خو دفاع وزارت اعلان وکړ چې هغه هم ځمکې ته تر رسیدو وروسته د مقاومت کوونکو په ډزو وژل شوی دی.
بلخوا د تحریر الشام په نامه وسلوالې مقاومت کوونکي ډلې د الوتکې د را غورځولو مسؤولیت په غاړه اخیستی دی او په یوې خبرپاڼې کې يې ویلي چې الوتکه یې د اوږې په یوه میزایل په نښه کړې.
ددې تر مخه ویل کېدل چې وسلوالو پيلوټ ژوندی نیولی دی.
د روسیې دفاع وزارت ویلي چې غواړي د ترکیې په منځګړیتوب د پيلوټ جسد تر لاسه کړي.