fbpx

عطا نور: د ګډحکومت چارواکي د بهرنیانو په ملاتړ راغلي، پر اسلام عقیده نه لري

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د بلخ پخواني والي عطا نور تېره ورځ د بلخ ولایت په مقام کې دننه د وینا پر مهال یو ځل بیا د ګډحکومت پر چارواکو او اشرف غني باندي توندي نیوکې وکړې.

نوموړي وویل چې د افغانستان اوسني واکمنان د بهرنیانو او خپلو بادارانو په ملاتړ افغانستان ته راغلي دي، هیڅ په اسلام عقیده نه لري.

نوموړي وویل : «څلور بې ريښې، بې بنسټه، چې هويت يې هم سم معلوم نه دی. د بهرنيانو او د خپلو بادارانو په ملاتړ راغلي، غواړي چې زموږ د ټولو پر سينو سپاره وي، زموږ له ګردو رکاب جوړ کړي او پر موږ ټولو حکومت وکړي».

نوموړي د هغو څلورو کسانو نومونه وانه خیستل چې په وینا یې پر اسلام عقیده نه لري او پر افغانستان واکمني کوي. خو زیاته یې کړه چې ددې هیواد اصل مالک او واکمن باید هغه څوک وي چې پر دې وطن یې وینه توی شوې، قربانۍ يې ورکړي او تکلیفونه یې ګاللي دي.

عطا نور همداراز د ارګ واکمنانو ته په وینا کې ویلي: «افغانستان مو تباه کړ، ټوټه مو کړ او هر ورځ يې ملت ستاسو له لاسه قرباني ورکوي».

او زیاته یې کړه: «بې کفايته خو ياست، بې مديريته خو ياست، ناتوانه خو ياست، حريص ياست، د قراردادونو د پيسو غله ياست، په اسلام عقيده نه لرئ او ارزښتونو ته پابند نه ياست».

د یادونې وړ ده چې د بلخ پخوانی والي عطا نور چې په اړه یې د ارګ چارواکي وايي له خپلې دندې يې استعفا ورکړې او ولسمشر منظوره کړې، ټینګار کوي چې استعفا یې نه ده ورکړې بلکې ارګ ورته توطیه جوړه کړې ده.
نوموړی وایی چې د وحدت ملي په نامه حکومت ددوی د ګوند په پنځوس سلنه مشارکت منځ ته راغلی دی ځکه حق نه لري چې ددوی پر ضد داسي یو اقدام وکړي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
mha
میلمه
mha

Why is he wearing Suit and Tie???

عبدالولی (فهیم)۰
میلمه
عبدالولی (فهیم)۰

الله دی دا نیکټایی داره مجاهدین وشرموی ته چیری سم د اسلام په لاره روان یی چی نوروته ګوته نیسی وه بدبخته انسانه آیا دا مو له هیره ووتل چی دا امریکایان د ښځو لڼډه ګانم خپله راوستل آیا دا دی له هیره ووتل چی رب وهلی ربانی همدی امریکایانوته ویل چی غټ غټ بمونه پری خطا کړی تاسی خو د پخوانه د امریکا غلامان او جاسوسان وی ته څنګه وایی چی دوی پر اسلام عقیده نه لری الله دی هغه تور مخی او غواړه ماران تباه کړی چی ستا سپک سړی خبروته کینی او ستا خبر آوری .

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

سیاسیونو به پخوا د غیر متجانس او غیر مقدس ( مثلث ) نوم یادولو مګر امریکایانو د کابل د غلامی ، ناوړی او فاسدی اداری په ترکیب او تشکیل کی هغه غیر متجانس او مقدس مثلث په غیر متجانس او غیر مقدسه [[ مربع ]] واړولو یعنی د کابل غلامه اداره یی له څلورو غیر متجانسو او غیر مقدسو اړخو [[ سکولریستان ، کمونستان ، نشنلستان او اخوانیانو ]] جوړه کړه سکولریزم کومه مفکوره نه ده هغه حکومتی تشکل ته وایی چه په دموکراسی اصولو تړلی او تنظیم شوی ادیان او په ځانګړی دول اسلامی پکی نه وی او نشنلیزم… نور لوستل »