افغانستان

ایزدیار اشرف غني ته: لومړی دې خپل بچیان د جګړې لومړۍ کرښې ته ولېږه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د تېرې جمعې په ورځ ولسمشر غني له افغان ځوانانو وغوښتل، چې د خپلې «خاورې د دفاع» لپاره دې له امنیتي لیکو سره یو ځای شي او د خپلې خاورې دفاع دې خپله وکړي.
د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار وايي، د حکومت د مشرانو زامن په بهر کې دي؛ خو دلته د پردیو بچیانو نه غواړي چې د جګړې لومړۍ کرښې ته ورشي.

ایزدیار له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل، اشرف غني په داسې حال کې د جګړې لېکو ته د ځوانانو د یو ځای کېدو غوښتنه کوي، چې خپل اولادونه یې په بهر کې مېشت دي.

نوموړي حکومتي مشران ملامت کړل، چې د خلکو له احساساتو سره لوبې کوي او که د دفاع خبره وي؛ نو لومړی دې د حکومت د مشرانو زامن باید د دې خاورې دفاع وکړي او د جګړې په لومړۍ کرښه کې جګړه وکړي.

د ده په خبره، د اوسني حکومت د ډېری مشرانو زامن په بهرنیو هېوادونو کې دي او په داسې وخت کې د باور فضا نه رامنځته کېږي او نه د عسکرو روحیه لوړېږي، چې د مشرانو زامن نه مري او هغوی په امن کې وي.

د اوسني حکومت د ډېری مشرانو اولادونه په بهر کې دي، چې د ولسمشر غني بچیان په امریکا، د اجراییه رییس په هندوستان او د وزیرانو، والیانو او نورو لوړ پوړو چارواکو کورنۍ په اروپا، امریکا، اسټرالیا او د اسیا په ځینو هېوادونو کې مېشت دي.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال د ګډ حکومت پر مشرانو داسې مهال نیوکه کوي، چې خپل بچیان د جګړې کرښې ته نه لېږي، چې د حکومت مخالف لوري«طالبانو» د مشر ملا هبت الله زوی عبدالرحمن خالد روان کال په هلمند کې پر افغان ځواکونو سرتېری برید وکړ.

له دغه وروسته ډېری حکومت پلوو پر حکومت یوه نیوکه داوه، چې د روانې جګړې ګټل اسانه نه دي؛ ځکه د طالبانو مشران خپل زامن قرباني کوي او د دوی بچیان په بهر کې ارام ژوند لري.

یاده دې وي، د جلال الدین حقاني څلور زامن په روانه جګړه کې قرباني شوي او پنځم زوی یې اوسمهال په کابل کې بندي دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالکریم

ایزیدیارہ دوادسہ ھرسوک سی لہ مرگہ بیریژہ ھغہ ناکامہ دہ اووی بہ دا غلامان ٹول دہ مرگہ بیریژہ دہ امیرالمئمنین زوی پہ اول سنگرکی ولاڑدی تاسی اوٹولہ دنیا یہ ونی وسلام

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x