د وزې ځدراڼ ولسونو د شاعر اسدالله د وژنې له امله د خوست ګردیز لویه لار تړلې وه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): تېره ورځ د پکتیا وزې ځدراڼ ولسوالۍ سلګونه ولسي خلکو د نولس کلن زده کونکي او شاعر اسد الله سپین غر د وژنې له امله چې تیره ورځ د کمپاین عسکرو په ډیره بیرحمۍ سره د لکې تیږې سیمې کې وژلی وو لاریون وکړ.

د یادې ولسوالۍ سلګونه ولسي وګړو د خوست ګردیز لویه لار د “وزې پله” په سیمه کې تر څلورو ساعتونو پوري د ترافیکو پر مخ تړلې وه.

قهرجنو لاریونکوونو د کمپاین د عسکرو او د دولت په خلاف شعارونه ورکول او داسد الله د قاتلانو د محکمې او اعدام غوښتنه یې کوله.

د دغه لاریون پر مهال چې څلور ساعته یې ونیول د لاریون کوونکو او د ملي اردو د عسکرو تر منځ نښته هم رامنځ ته شوه کله چې عسکرو د مظاهرچیانو د مخنیوي هڅه وکړه خو خلکو عسکر د تیږو په زور په شا وتمبول. عیني شاهدان وایي چې د مظاهرچیانو شمیر تر ۱۵۰۰ کسانو پوري وو.

څلور ساعته پس د قومي مشرانو او ولسوالۍ د چارواکيي وتوانیدل چې لاریون کوونکيو ته قناعت ورکړي او د اسد الله د قاتلانو د محکمه کولو وعده یې ورسره وکړه، همدا راز له دې وروسته به د کمپاین عسکر د وزې ولسوالۍ په سیمه کې عملیات نه کوي چې وروسته مظاهرچیانو لار د ټرافیک پر مخ پرانیسته.

اسد الله سپین غر د وزې ولسوالۍ اوسیدونکی وو چې دوه ورځې وړاندې د کمپاین د عسکرو په لاس د وزې ولسوالۍ لکه تیږه سیمه کې هغه وخت و وژل شو کله چې د کور نه د خوست په لوري خپلې مدرسې ته روان وو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د