طارق بن زياد

tariq_bin_ziadد سپين هيواد په جنوب كي يو ځاى د جبرالټر په نامه يادېږي، د دې عربي نوم جبل الطارق دى، دا نوم د مهشور سر لښكر طارق بن زياد په نامه دى، طارق بن زياد د خپل همت له امله د خپلو سرتېرو په زړونو كي ځاى نيولى و، هغه چي به كوم حكم وكړ هغه به دستي عملي سو، همدا وجه وه چي طارق بن زياد له افريقا څخه لاړ او سپين يې قبضه كړ.

د سپين د قبضه كېدو كيسه په دې ډول ده، چي د بنو اميه د كورنۍ شپږم خليفه وليد اول په زمانه كي موسى بن نصير د شمالي افريقا حاكم او سر لښكر و، دا زمانه د شمالي افريقا ډېره د خوښي او د اطمينان زمانه وه، خو د ده په ګاونډ سپېن هيواد كي د عيسايي بادشاهانو حكومت و، چي ولس ډېر ترې په تنګ و، خلكو موسى بن نصير ته وويل، چي په سپين باندي حمله وكړي او د هغه ځاى خلك د بادشاه د ظلم نه خلاص كړي، موسى بن نصير له وليد اول څخه اجازه واخيسته او د خپل يوه سر لښكر طارق بن زياد په مشرۍ كي يې اوه زره فوځ د سپين په لور روان كړ، په دې زمانه كي چي په سپين كي كوم سړى بادشاه و د هغه نوم روډرك و، هغه د طارق د فوځ په راتلو باندي خبر كړاى سو، خپل فوځ ته يې د چمتو كېدو حكم وكړ.

طارق بن زياد پنځه زره پوځ نور په پوځ ور زيات كړ، چي ټول دولس زره پوځ سو، خو د دوى په مقابل كي عسيايي پوځ يو لك و، وايي كله چي طارق بن زياد له خپل پوځ راوست او له جبل طارق سره كښته سو، نو په كومو كښتيو كي چي راغلي و هغه يې ټولي په ساحل كي وسوځلې، د پوځ افسرانو دا كار وغانده، طارق بن زياد په دې موقع باندي په خپله تاريخي وينا كي چي ځيني لنډيز يې په ډول دى وويل:

– اوس له تاسي سره د تښتېدو هيڅ كومه لار نشته، دښمن ستاسي مخ او سمندر مو شاته دى، ستاسي د ژوندي پاته كېدلو شرط همدا دى، چي تاسي مخ ته ولاړ سئ او د دښمن په هيواد قبضه وكړئ.

له دې وروسته د طارق بن زياد او د روډروك د پوځ تر منځ جنګ ونښت، له يوې خوا يو لك پوځ او له بلي خوا دولس زره مسلمانان، مسلمانانو برياليتوب تر لاسه كړ، روډروك ووژل سو، دولس زره پوځ يو لك پوځ ته ماته وركړه، له دې نه وروسته يې سوكه سوكه په ټول سپين باندي قبضه وكړه.

د طارق بن زياد دا فتح د اسلام لويه فتح وه، دې فتح په يورپ كي اسلام ته د پرمختك دروازې خلاصي كړې، ګويا دا د طارق بن زياد ذات و، چا چي په سپين كي د اسلام نوم لوړ كړ د طارق بن زياد نوم د تل لپاره په تاريخ كي پاته سو.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.