افغانستان

د یمګان ولسوالۍ له اوږدې جګړې وروسته د طالبانو لاس ته ولوېده

نن ټکی آسیا: طالبانو له اوږدې جګړې او محاصرې وروسته د بدخشان ولایت د یمګان ولسوالۍ د نیولو او پرې د خپل سپين بیرغ د رپولو خبر ورکړ.

ذبیح الله مجاهد وايي، چې د دوی ملګرو نن سهار وختې د خیبر عملیاتو په لړ کې د یمګان ولسوالۍ د نیولو په تکل د ولسوالۍ پر مقر د محاصرې کړۍ را وګرځوله، چې بالآخره له غرمې وروسته خپل هدف ته ورسېدل.

د ښاغلي مجاهد په وینا، ولسوالۍ له اوږده مقاومت او زیاتې مرګ ژوبلې وروسته ونېول شوه : «د اوږدې جګړې په ترڅ کې غرمه مهال دغه ولسوالۍ په ټولیزه توګه فتحه شوه، او د اسلامي امارت سپین بیرغ پرې ورپید.
د جګړې په دوام کې ۱۶ تنه پولیس قتل شول، ګڼ شمیر ټپیان او ۵ تنه ژوندي ونیول شول.»   

نوموړي وویل،چې له جګړې وروسته ورته د ډېرو وسلو او مهماتو تر څنګ ۱ ټانګ، ۶ عرادې رینجر موټر هم په لاس ورغلي.

ښاغلي مجاهد د جګړې په ترڅ کې خپل تلفات تایید کړل او زیاته یې کړه، چې :«په نښته کې زموږ ۳ تنه مجاهدین شهیدان او ۱ تن ټپی شو. تقبلهم الله»

نوموړي همداراز د لوګر په څرخ او د ننګرهار په پیچراګام ولسوالیو کې د پولیسو پر پوستو د بریدونو او درنې مرګ ژوبلې د اړولو خبر ورکړی.

حکومتي چارواکو له لومړي خبر وروسته د یمګان ولسوالۍ د نېولو او د پېښي په اړه نور جزییات تر دې مهاله نه دي ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x