نظــر

د جګړې منطق

ډاکټر فیض محمد ځلاند

د افغان جګړې د دوام لپاره له تېرو اولسو کلنو را هیسې مختلفې پلمې توږل کیږي، د جګړې د پیل بهانه د اسامه ( القاعده) شتون د طالب تر څنګ وو، خو اسامه چې په ایبټ اباد کې و وژل شو، دا بهانه ترې وتروړل شوه، خو جګړه سړه نه، لا توده شوه. د دې جګړې دوام لپاره د امریکا هر ولسمشر ( له بوش نه نیولي تر ټرمپ) پورې د پوځونو د زیاتولو، هوایي بمبار، د ملي اردو او ملي پولیسو د تجهیز او روزنې تر شعارونو پورې پلمې لټولي دي، د جګړې دوام یوازې امریکایي لوري نه، بلکې افغان چارواکو، د افغان حکومتونو په اډانه کې د جګړه مارو ډلو نیکټایي لرونکو جګړه خوښو هم کړی دی. د افغان جګړې هرکلی هر هغه چورواکي، زور واکي کړی دی چې یا یې کورنې بهر ده یا د طالب په خلاف په نویمه لسیزه کې له کولابه جنګیدلی دی. د افغان جګړې قرباني یوازې ولس، ولسي بنسټونه او ولسي ګټې دي، په تېره څه کم دوو لسیزو کې له افغان جګړې ټوپکمارو، جنګسالارانو او چورواکو په میلیونونه څه چې په میلیاردونه ډالره ګټې کړي دي، دوی د وسلو په پلور، د مخدره توکو په قاچاق، د بیا رغووني تر نامه لاندې د پروژو په ټیکدارۍ کې شامل دي، بده یې لا دا چې د جګړې د پرمختګ لپاره د استخباراتي معلوماتو ( جاسوسۍ ) چارۍ یې هم همدا جګړه ماران په مخ وړي. د همدې ړندو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د نړیوالو ځواکونو په ملاتړ د امریکا هوایي ځواک افغان ودونه، جنازې، مسجدونه، روغتونونه بمبار کړل، حتی په لوګر کې ملي اردو، په ارزګان کې ملي پولیس، په فراه کې افغان کمانډو بمبار کړه. د همدې ړندو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ تېر کال د ټرمپ په امر د نړۍ د بمونو مور په شینوارو وازمویل شوه، نړۍ حیرانه شوه چې امریکا په کومه جګړه کې کیوتلې ده چې په هیڅ نه سپموي؟

د افغان جګړې منطق یوازې له افغان لوري سره نه دی تړلی، په طالب لوري کې هم داسې سرټمبه کسان شته چې د جګړې اوږدول، د جګړې ګټل، د خپل زور ازمویل ورته خوند ورکوي. د طالبانو په لیکو کې ګڼ داسې کسان لیدلی کیږي چې په جګړه کې د تقدس ( د قتال حکم) ته ژمن دي، داسې کسان هم په کې کم نه دي چې د جګړې له اقتصاد څخه ګټه پورته کوي، د مخدره توکو، د کانونو له سپړلو ګټه پورته کوي. د همدې جګړې په مټ پاکستان خپل ناپاک او شوم اهداف په افغانستان کې څاري، پاکستان د هندوستان د مهارولو، د افغانستان د تباهۍ فلسفه د روانې جګړې په دوام او سختوالي کې لټوي. د دې تر څنګ ایران د داعش د مهارلو، د ایران د ګټو جګړه له خپلو پولو بهر په افغانستان کې پالي، په وروستیو کې د پخواني شوروي د وروستې ولسمشر ګورباچوف دا خبره چې سړه جګړه پای ته نه ده رسیدلي، رښتینې کیدونکي ده. د پوتین په مشرۍ روسیې لا هم د سړې جګړې دوام ته زړه ښه کړی دی، روس د امریکا د ښکیلولو، په جګړه کې د ماتولو او د شوروي د ماتیدو غچ په کابل کې اخلي.

خو د دې ټولو دلایلو سربېره د افغان جګړې د اختتام ګڼ دلایل شته چې باید موږ افغانان ورته نه ستړي کیدونکی کار وکړو. لومړې دا چې جګړه د حل لاره نه ده. دویم دا چې په جګړه کې لوی اکثریت قرباني عام، افغان ولس دی. درېیم دا چې په جګړه کې زموږ ملي بنسټونه ورځ تر بلې کاواکه کیږي. څلورم دا چې د جګړې ګټه د نورو او قرباني یې د افغان مظلوم ولس په غاړه ده. پنځم دا چې په جګړه کې چورواکي، زور واکي او جګړه ماران اقتصادي ګټې کوي، حال دا چې د ولس هټۍ، کور، کلی په کې بمباریږي، الوزول کیږي او ولس په کې بې کوره کیږي، په تېرو دوه کلنو کې یو اعشاریه دوه میلیونه افغانان په کور دننه د جګړې له لاسه بې کوره شوي دي. شپږم دا چې د ولس مټې ( ځوانان) د جګړې، بیکارۍ او بیسوادۍ له امله په نشه یې توکو روږدې کیږي، شا وخوا درې میلیونه ځوانان په نشه یې توکو روږدې دي، چې د راتلونکي لپاره د اخپله د افغان ټولنې ناسور ګرځیدلی شي.

د جګړې د پای ته رسولو مسولیت:

ګاندې وایې چې تر څو په جګړه کې د مشرانو زامن، کورنۍ ونه وژل شي، جګړه نه دریږي. دا ستر او تریخ حقیقت دی. زموږد چورواکو ( وزیرانو، والیانو، قومندانانو، جنرالانو) زامن او لوڼې د غرب په پارکونو او کلبونو کې ناڅي، خو د مظلوم افغان ( دهقان، استاد، ټیکسوان، دوکاندار…) زامن په ملي اردو، ملي پولیسو او دارنګه د طالب په لیکو کې د جګړې اصلي قربانیان دي. دارنګه د امریکا په مشرۍ د ناټو د ټولو غړو هیوادونو قربانۍ یوازې تر ۳۰۰۰ درې زرو عسکرو پورې رسیږي، حال دا چې د افغان لورې انساني تلفات له پنځه سوه زره اوړي، نو د دې لپاره د جګړې د پای ته رسولو لومړنی مسولیت د افغان ولس دی. موږ باید د ولسي فشار له لارې روانې جګړې ته د پای ټکی کیږدو. دا چې دا فشار څنګه رامنځته کړو، د دې لپاره افغان ځوانان باید شپه ورځ کار وکړي، تر څو عامه ذهنیت د سولې په ملاتړ او د جګړې په خلاف را خپل کړي.

یا رب توفیق

نړۍ نیوز څخه په مننه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

ځلاند صاحب ، مونږ درته خوشاله وو او که د مطمن صاحب لاس راښکدنه او سیوری وو اوایلو کی مو د اشغال په ضد چه د وینو تویدلو او فساد عامل وو ښه انقلابی دریز درلود انقلابی دریز یعنی د مثبت بدلون اړخ ته مو قرار درلود له بده مرغه د څه تطمیع له مخی مو دریز ورو ورو قلابی یا تقلبی شو تقلب لکه کاپی ته چه د اصل رنګ ورکوی هغی ته تقلب ویل کیږی دغه تقلبی دریز لرونکی ته خړ فکری او اماتور هم ویل کیږی. تاسی د پوهنتون د یو استاذ په حیثیت اشغال هیر کړو… نور لوستل »

اقبال

افغان صاحب، مننه مونږ هم چه د ځلاند نوم اوله کی واورید ، چه د کورنۍ کوم مشر یی مشهور هنر مند یا عامه اصطلاج کی ډم یا سندرغاړی وو حیرانوونکی وه چه د سندرغاړی په کورنی کی هم یو انقلابی مجاهد مسلمان زیږول شوی او پوهنتو کی استاذ او څومره ښه روشنفکر دی ؟ مګر اخره کی د هماغه توصیی سره مخ کیږو چه د باز له جالی باز ، شاهین له چالی شاهین او د کارغه له چالی کارغه پاڅیږی . سربیره پردی چه دی د کابل غلامانو ته د افغانانو او طالبان خارجی ګڼی وایی چه [[… نور لوستل »

اجمل

مسلمانو افغانو ورونو ! د ډم ځلاند چه ځان د پوهنتون استاذ معرفی کوی ، استاذ به وی مګر غلام او ډم استاذ دی دی بادارانو څخه د کمیشن کاری د پاره لیکی ** داسې کسان لیدلی کیږي چې په جګړه کې د تقدس ( د قتال حکم) ته ژمن دي،** د ځلاند کمونست یا نشنلست په باور د امریکا او د هغوی د ۴۸ اشغالګرو هیوادو په ضد جګړه نه جهاد او نه دخپلواکی غوښتنی جګړه دی په مرموزو او منافقانه جملو کی لیکی طالبان هڅه لری چه دی جګړی ته د تقدس یا جهاد نوم ورکړی یعنی د… نور لوستل »

کمال

کشکی د دغه ډم په دغه یو شیطانی پروګراف کی یوه ناولتیا وی دغه ډم په دغه لیکنه کی د نشه توکو تولید او قاچاق پړه هم په طالبانو تپلی څومره سپیری سترکی لری د مشر ملا صاحب هغه یو اعلان سره د نشه توکو کچه چه د کمونیستانو او کوتاه طریقو اخوانیانو وخت کی لس یا شلو ته رسیدلی وه امریکا تری ۴۰ او ۵۰ سلنه ته وخيژوله جه طالبانو په حکومت کی تولیدیږی مشر ملا صاحب په یوه فرمان هغه کچه صفر ته سمدلاسه راشکته کړه دا رما نه بلکه د ملګرو ملتو رسمی اعتراف وو ، ځلاند… نور لوستل »

احمد

ځلاند استاذه ، پوهنتون کی د هنر استاذ یی او که پوهنتون نور د پوهنتون حیثیت له لاسه ورکړی چه ستاسی په شان هندرمندان ( ډمان ) هم پکی استاذان شول . منلی هنرمند فرمایی ( طالبان د جګړې له اقتصاد څخه ګټه پورته کوي، د مخدره توکو، د کانونو له سپړلو ګټه پورته کوي. ) په داسی حال کی چه اشغال شوی هیواد کی هر څه د تباهی او هلاکیت سره مخ دی جګړه به څه اقتصاد ولری هو اشغالګرو ته اقتصاد لری د اشغلګرو د وسلو او وسیلو کارخانی فعاله او وسلی یی کارول کیږی ، له نشه… نور لوستل »

جکمت

د کابل پوهنتون غلام استاذ ځلاند صاحب د دی هڅه هم کړی چه د خپلواکی ویاړلی خوځښت ( مجاهدین ) د پاکستان پوری وتړی یعنی زمونږ هیواد نه دی اشغال شوی افغاتستان کی د پاکستان ټانکونه او الوتکی زمونږ خلک وژنی دروند استاذ لیکلی چه، د همدې جګړې په مټ پاکستان خپل ناپاک او شوم اهداف په افغانستان کې څاري، پاکستان د هندوستان د مهارولو، د افغانستان د تباهۍ فلسفه د روانې جګړې په دوام او سختوالي کې لټوي یعنی طالبان د پاکستان فوځ او جاسوسان دی طالبان ځانونه د پاکستان د یو څو کالدارو د پاره وژنی ، که… نور لوستل »

منلی

ځلاند صاحب خو مونږ یو انقلابی استاذ ګڼلو مخکی به یی ښی لیکنی لیکلی او د مطمن صاحب په ژغورلو کی یی هلی ځلی لرلی یو ځل قطر ته هم د وحیدی صاحب او مطمن ، او د ځينو رسنیو د غړو سره تللی وو ښکلی ښکلی ارزونی یی لیکلی دی هم د کابل د غلامانو او لا د بادرانو له خوا تطمیع او لا څه ورکړی شو هماغه ګډی وډی چه هغوی لیکلی ده وایی چه ایران او روسیه هم د طالبانو سره د داعش د مخنیوی د پاره هر اړخیزی مرستی کوی ، نو بیا خو ایران او… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

زه د ځلاند صاحب دا خبره منم [ د ګربه جوپ له قوله لیکی چه سوړ جنګ نه دی ختم شوی ] بیا وایی چه پوتین به سړی جګړی ته ادامه ورکړی زما ارزونه د یو مسلمان افغان په حیثیت : لمړی : هغه جنګ ته چه امریکا سوړ جنګ ویلی په ظاهری اصطلاح سوړ جنګ هغه جنګ ته ویل کیږی چه ګرمی وینی پکی نه وی توی شوی او یا هغه ګرمی وینی نه وی یعنی د افغان دوه میلونو مجاهدینو وینی سړی وینی وی ، د سوړ جنګ بله معنی ( د روسانو او امریکایانو جنګ چه افغانان… نور لوستل »

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x