روسي ځواکونو په انتقامي بمباریو لاس پوري کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): تېره ورځ د روسیې یوه جیټ جنګي الوتکه د سوریې په ادلب ښار کې د مقاومت کوونکو په میزایل را وغورځېده او وروسته یې پيلوټ هم ووژل شو.

د الجزیرې د راپور سره سم د الوتکې د راغورځېدو وروسته روسي ځواکونو او الوتکو یې پر سیمه درنې بمبارۍ پيل کړې او په انتقامي توګه ولسي اهداف په نښه کوي.

د الجزیرې خبریال د راپور سره سم تر په وروستیو بمباریو کې لږ تر لږه لس ملکیان وژل شوي دي چې په هغو کې یوه بشپړه کورنۍ شامله ده.

بل خوا د روسیې ایتار تاس خبري اژانس د دفاع وزارت له قوله ویلي چې روسي ځواکونو په انتقامي برید کې د پرمختللې وسلې په مټ ۳۰ تنه وسلوال وژلي دي.

باید وویل شي چې تر اوسه د روسي الوتکو په بمباریو په لسګونو زره سوري ولسونو او مقاومت کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د